کندوز : د سولي د ټينګښت پر سر خبري-اتري وشوې
نن دکندوز ښار دشپږګونو ولسواليو مشرانو اوسپېن ږيرو ددغه ښاردپامير په هوټل کې يوه غونډه وکړه .
په دغه غونډه کې د کندوزولايت والې انجينر محمدعمر ، قومې مشراوپه کندوز کې په تيروټاکنو کې دحامدکرزې دکمپاين استازې حاجې محمدآمان اتمانزي اودسرحداتو اوقبائلوچارو رئيس عبدالناصريوسفې اوداسې نورو د دولتې اونادولتې ادارو مشرانو په کې ګډون کړي وو.
دغونډې برخوالو ته دکندوزوالې انجينر محمدعمر وويل(( چې ددغې غونډې موخه په کندوزکې دآمنيت دټيګښت دلاپياوړکيدو لپاره وه . هغه په خپلوخبروکې زياته کړه ،چې نوموړې دشپږګونو ولسواليو دمخورواومشرانو په واسطه غواړې چې دوسلوالو طالبانو اوددولت مخالفينوسره خبرې وکړئ هغه په خپلوخبروکې ددولت مخالفينو ته دسولې دپروسې سره ديوځاي کيدو بلنه ورکړه ))
همدارنګه دغونډې يوبل برخوال قومي مشر حاجې آمان اتمانزې وويل(( چې نور ددي وخت رارسيدلې دي چې قومي اوخپل منځې شخړوته دپاي ټکې کيږدوهغه داهم وويل چې بايد د دولت مخالفېنو سره خبرې اترې وشئ ترڅو په کندوز ولايت کې سوله اوامنيت ټينګښت ومومئ ))
ديادونې وړ ده چې داډول غونډې په کندوز کې څوڅو ځله سرته رسيدلې دي خو تراوسه ئي کومه ځانګړې پايله نه دي جوته شوي اوډيري دکندوز اوسيدونکې خوبيا په دي آند دي چې سوله هغه مهال په کندوز ولايت کې ټينګيداي شئ ترڅو ځايي ملېشه بې وسلې کړي شئ اوخلکو ته دکارزمېنه برابره شئ اودکندوز والې دخبرو نه دعمل ساحې ته راووځې .