کور / کیسه / شين رنګه موټر

شين رنګه موټر

په ښار كي د خلكو گڼه گوڼه وه موټر هم يو په بل پسي تيريدل، هر سړي په خپل كار بوخت و چا څه كول او چه څه ، د سوالگرو هم حساب نه كيده عادي خلګ هم سرگردانه په ښار كي ايخوا ديخوا كيدل كله كله به دولتي موټر په چټكي تير شول پوليس هم رينجر داسي زغلوي چي ټول ښار داسي گردونه ونيسي لكه طوفان چي په ښار كي راځي په ښار كي به يى خړه بوړبوكي په ځان پسي جوړه كړي وي، څو تنه كوچني ماشومان چي خيرن كالي او پښي يبلي ول په ښار كي يى كاعذونه ټولول هر كاعذ پسي به يى منډه كړه لكه ښكاري چي ښكار پسي سرگردانه وي، بل خوا پالشيان هم ډير ول هر طرف به يى په لارويو پسي منډي وهلي ،يو كوچني ماشوم پر مخامخ سرك راروان و خيرن كالي چي څو ځايه د بوټونو په رنگ ككړ و اعوستي ول بوټونه يي هم زاړه ول سر يي خيرن ؤ مخ يي هم د سړي هوا نه تك سور شوي و ، هر لاروي ته به يى په عاجزانه لهجه سترگي
ورواړولي وبه يى ويل:

ماما بوټونه درته رنگ كړم

څوك به په كبرجن انداز تري تير شول چا به يوازي دي ،نه، كلمه وويله او تير به شو چا به هم په قهر ورته وويل ځه ورك شه نه يي رنگوم او په خپله
مخه به لاړ .

هلك ته مي ورعږ كړ :
واه هلكه واه هلكه
ديخوا راشه،

راشه دا زما بوټونه رنك كړه

كوچني ماشوم چي د اتو او لسو كالو په شاوخوا كي عمر درلود په خوشاله انداز رامنډه كړه د دوكان د دروازي څنك كي كيناست په بيړه يى د بوټونه
نه خاوري په خپله خيرنه لمن پاكي كړي او په پالش اخته شو ورته ومي ويل:

ولي مكتب ته نه ځي ؟ چي پالش كوي ته بايد درس ولولي لا تر اوسه خو كوچني يى،
هلك رنگ والوت سترگو كي يى اوښكي راعلي په ژړاغوني اواز يي وويل :
څه يي كوي اوستاذه مجبوري ده،
په ډير ټينگار سره مي ماشوم
ته وويل چي ماته د مجبوري ووايه كيداي شي څه مرسته درسره وكړم هلك بيا علي شو اخوا ديخوا يي وكتل سپيري شونډي يى وخوځيدي:
زمونږ په قسمت كي درس نشته غريبان يو ،بي وسه يو،كور كي دري كسه يو ،يوه مي ناجوړه مور ،او بله كوچني خور او يو زه يم پلار مي تنظيمي جگړو
كي وژل شوي ده ،
هلك لږ علي شو بيايي پسي زياته كړه:
مور مه راته ويل چي پلار دي په جنگ كي شهيد شوي دي هعه وخت كي ته كوچني وي ، اوس هم كله كله پلار راياد شي خپلي بي وسي او بي كسي ته وژاړم، نور ماشومان چي كله د خپلو پلارانو كيسي كوي نو زه هم د پلار په نه شتون د غم اوښكي تويوم مور مي ناروغه ده كله چي لږه ښه وى د گاونډيانو په كورونو كي لوښي وينځي كور كي څه نلرو كله كله گاونډيان پاتي شونى ډوډي راوليږي خو كله په نهاره شپه سبا كړو پلار مي ظاليمانو واخيست خو مونږ به لوږه واخلي ښار كي ټوله ورځ وكرځم ايله دومره پيسي پيدا كړم چي بيگا ته پري وچه ډوډي واخلم كله كله پري مور ته دوا واخلم څه وكړم يو خوا عريبي ده بل خوا مجبوري ده .

هلك علي شو بيا خوله وخوځيده : مور مي بيگا سحته ناروغه وه ټوله شپه مي ورته ژړل ډوډي مو هم نده خوړلي، سهار وختي راووتم خو تر اوسه مي مزدوري نده كړي نن كه لږه زياته مزدوري وكړم نو مور ته لږه دوا پري اخلم،ماشوم بيا علي شو او په چټكي په پالش اخته شو، زما چي سهار هم طبيعت سم نه ؤ، هلك ته مي هم زړه لا خپه شو هغه ورځي رايادي شوي چي په دوولس كلني كي خارج ته تلاي وم په سمندر كي مي په
مياشتو مياشتو مزلونه وكړل په ورځو ورځو په هعه سخته گرمي كي په سرو شگو مزلونه كړي و د عربانو د ستم ډكي مزدوري مو وكړي پردي
هيوادونه مو اباد كړل سحتي مو تيري كړي ، شل كاله په پرديسي كي تير شول وطن كي مو څو زورواكو د څوكي پر سر يو بل وژل افغانان يى هم تباه كړل او ځانونه هم….

د سوچونو لړي مي وشليده هلك عږ كړ واخله استاذه بوټونه رنگ شول بيا يى پسي زياته كړه:
كه ستاسو اجازه وى زه به لاړ شم ،
ورته ومي ويل:
هه دا پيسي واخله او مور ته دي دوا واخله هلك پيسي نه اخيستلي خو ما په زور وركړي هلك روان شو ،
بيا مي پسي غږ وكړ :
واه هلكه مزدوري پيسي رانه هيري شوي راشه كوچني ماشوم ته مي پيسي ونيولي ست يي وكړ خير دي مه يي راكوه خو پيسي مي اخير
وركړي هلك زما نه روان شو سرك هعه خوا يي په يوه ولاړ سړي سترگي ولگيدي هلك ته يي د راتلو اشاره وكړه پالشي هم سړي ته پالش په نيت ور منډه كړه، خو
لا هلك د سرك څخه نيمايى نه اوښتي چي د موټر د ټايرونو تيز بريك غږ مي پام ورواړو خلك پري راټول شول شين رنگه موټر ولاړ وو پكي د برگو دريشيو
والا سپاره كسان تري راكوز شول زه هم نږدي ورغلم سپرو كسانو هلك ته يى په ځير وروكتل خو د كوچني هلك سر د رنجر ټاير دوه ټوټي كړي و سپين ماعزه يي په تورو ټايرونه سريښ ول، د شين رنگه موټر رنگ په سرو وينو لړلي و،هلك نور په دي دنيا كي نه وو، سپاره په بيړه كي ول د برگو دريشيو والا
لږه شيبه لا نه وو تم شوي چي شين رنگه موټر كي سپاره كس موټر راتاو كړ تري كښته شوي كسان وروختل هلك ته يى بيا ونه كتل او په بيړه دسيمي نه ووت.

پای

خوست
د جمعي ورځ
٢٠٠٩/١٢/١٨