پكتيا : دوه افغان خبريالان ډبول شوي دي

د لراوبر اداره | دسمبر 21st, 2009


د پكتيا ولايت مركز ګرديز ښار كې نن د پوليسو له لوري دوه افغان خبريالان هغه مهال ووهل شول، چې غوښتل يې د هغو بريدونو له صحنې رپوټ وركړي، چې په ګرديز ښار كې دوه ځانمرګي بريدوكوونكي يوه ماركيټ ته ختلي و او پر ولايت يې لاسي بمونه غورځول.

په سيمه كې د بي بي سي خبريال احسان الله مهجور وايي چې دى او د روز خبري اژانس خبريال ساحل منګل د پوليسو له لوري وهل شوي دي.

مهجور وويل: (( موږ غوښتل، چې د ځانمرګو بريدوكوونكو رپوټ واخلو او پېښه له نېږدې وګورو له پېښې ۵۰۰ متره لرې ولاړ وو، چې د پوليسو له لوري محاصره شو او يو ناڅاپه د كونداغونو ګذارونه شروع شول.))

هغه وويل پوليسو ته يې كارت وښوده خو پوليسو يې كارت وشكاوه، كامره يې ماته او موبايلونه ترې واخيستل او وروسته له يو ساعت بند را خوشې شو.

په پكتيا كې د كليد راډيو خبريال اسماعيل لاروى وايي چې دوه افغان خبريالان ساحل منګل او احسان الله مهجور په ناحقه توګه په بې رحمانه ډول د پوليسو له لوري وهل شوي ټكول شوي دي.

هغه وويل دولتي مقاماتو او د ژورنالېستانو له ټولنو وغوښتل څو د وهل شويو خبريالانو پوښتنه وكړي.

دا په داسې حال كې ده چې دوه اونۍ وړاندې په لغمان كې هم د ملي اردو له لوري افغان خبريالان وهل شوي او ډبول شوي وو.

Copyright Larawbar 2007-2024