کور / خبرتیا او پيغامونه / پښتو پوهنيزه پانګه – علمي سيمينار – هالنډ،شنبه 16 فبروري

پښتو پوهنيزه پانګه – علمي سيمينار – هالنډ،شنبه 16 فبروري

 


په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولنه د ۲۰۰۸ کال د فبروري پر شپاړسمه نېټه د ( پښتو پوهنيزه پانګه) تر سرليک لاندي يوه پوهنيزه څېړنغونډه جوړوي .


په دې علمي سيمينار کي د هيواد يو شمېر نامتو پوهان او ليکوال برخه اخلي او د يو شمېر نورو له خوا پر بېلابېلو موضوعګانو رالېږل سوي مقالې لوستل کيږي او په بېلابېلو علمي ساحو کي د پښتو ژبي پر پرون او نن باندي علمي او څېړنيز بحثونه اوريدل کيږي . د مقالو او ويناګانو تر اورېدلو وروسته د علمي بحث او پوښتنو ځوابونو لپاره وخت په پام کي نيول سوی دی .


تر علمي برخي وروسته يوه مشاعره جوړيږي چي بېلابېل شاعران برخه پکښي اخلي .


 د پښتو ژبي له  پوهانو ، ليکوالو او مينه والو څخه په درناوي هيله کيږي چي په دې علمي سيمينار کي له موږ سره ګډون وکړي.


نېټه او وخت : ۱۶ فبروري ۲۰۰۸   د ماسپښين له دريو بجو د ماخستن تر لسو بجو


د تالار پته :        Wijkplaats
    Joh. camphuysstraat 101
              3531SE Utrecht  NL


برېښناليک: afghaanscvn@gmail.com


ټيلفون شمېرې: 0629355648     0614432770         0622303611


تالار ته د راتګ لارښود او نقشه