کور / تازه خبرونه / خوست کې لس تنه مړه او ټپيان شول

خوست کې لس تنه مړه او ټپيان شول

دخوست ولايت دصبريوولسوالۍ په سيمه كې ددووبېلابېلوپېښوپه ترڅ كې څلورتنه عام وګړي مړه او اووۀ تنه نورټپيان شول .
خوست والي ددې پېښې پخلى كړى او ويلي يې دي چې شكمنوطالبانوتېره ورځ دسلواغې په ۱۲ مه په صبريوولسوالۍ كې دوه موټرچې په خښتواسمنټوبار وو سوځولي اوپه ترڅ كې يې ۳ تنه مړه اوشپږ نورټپيان شوي دي .
هغه ويلي چې مړۀ اوټپيان په موټركې سپارۀ كسان ووچې دافغان اوناټومركزته يې ساختماني توكي ليږدول .
نېږدې يوه اونۍ مخكې هم دوه تراكتورونه اويولارۍ موټرچې همدې پوځي مركزته يې ساختماني توكي ليږدول دشكمنوطالبانولخواسوزلو شوي ؤخوچاته پكې مرګ ژوبله نه اوښتې.
عيني شاهدان وايي چې يادشوي موټردريموټ كنټرول ماين پواسطه الوزول شوي ،اوهمدارازيوتن دصبريوولسوالي بازارته نېږدې یوماین الوزولى .
داپه داسې حال كې ده چې څه موده وړاندې په ياده شوې ولسوالۍ كې دهېوادملي اردواواېتلاف ځواكونولخوا دمتون په نوم ګډچاڼيزعمليات هم ترسره شول .