کور / سياسي / زموږ په ارګ كې غڼې ځالې جوړوي

زموږ په ارګ كې غڼې ځالې جوړوي

زموږ هرچارواكي ته چې غوږ كې شې نوپه خبرواسمان خوځوي بيانوتاته وارنه وركوي ،خوله خولې څخه به يې داسې خبره وانه ورې چې په هغې كې دې ملت ،دولت او هېواد ته دوه توته فايده وليدله شي ،چې ژبه يې خوځي بس دخپل جهنم (جېب او ګېډې) دډكولوپه غم كې به وي .

له يوه څخه هم داونه ورېدل شول چې زه خو هره ورځ په لوكسو اولوړبيو رسټورانټونوكې پر قسم قسم خوراكونو ،نوشابو،شرابونو اوكبابونوخپله ګېډه ډكوم ،راځه دا سل افغانۍ به يوغريب اومحتاج ته وركړم چې هغه پرې له خپلو وږيو بچيوسره يوګوله ډوډۍ دكچالوګانو په ښورواكې لمده وخوري .

يوه هم داونه ويل چې پخپله په لوكس ټوډي ،پراډو،اولاكسس موټركې ګرځم او دثواب لپاره هم دوه قدمه پلى نه ګرځم نوراځه دالس افغانۍ به هغه بېچاره ته وركړم چې شپږ اوه كيلو مټره لار پر خپلو پښوپياده لنډوي اوخپل دمزدورۍ ترځايه ځان رسوي اوهلته بيا دكاردخاوند له خوا په بدو ردو رټل كېږي .

يوه هم داپه خپل دكاڼي په شان سخت زړه كې داتېره نكړه چې پخپله دځان اوبچيولپاره په شېرپور،پغمان،شهرك طيلايي،وزيراكبرخان …..كې داسې كورونه جوړوم چې نقشه مې يې له سوېتزرلينډ،دوبۍ ،او پاريس څخه راوړې نن به ديوڅوروپۍ دهغه وران دفتردجوړولو لپاره وقف كړم ،ميز،څوكۍ،فرش ،ضرف اونور ضروري مواد به ورته راونيسم،چې زه يې په پردي هېوادكې له ټاټكي چلولوڅخه وژغورلم ،اوپه خپل هېوادكې يې ددومره مال، جايداد، موټرو، بنګلو اوسرايونو خاوندكړم .

راځودې خبرې ته چې نن موږله جهان سره ځان مساوي بولو ،دچاله خولې څخه د لوړې خبرې داورېدوزغم نلرو،نن موږ په خپل فكرد نړۍ په كچه ځانونه قرمانان بولو،خومتاسفانه چې نړۍ موږيواځې په جنګ كې قهرمانان بولي ،دمخدره موادو دتوليد قهرمامانان موبولي اوبس.

څومره بده خبره ده چې سره ددومره بهرنيومرستو ،عسكرو،چې زموږپه هېوادكې دي اولا راروان دي جومات ،ښوونځى ،سړك اوكورونه مو جوړنشول،اولاپسې ورانېږي.

دنوروهېوادونودجمهوري رياست ماڼۍ ګانې ، وزارتونه ،رياستونه ،ادارې ،حتى هغه عادي كورونه يې په داسې سويه جوړشوي چې دانسان له عقل څخه لرې خبره ده ،اوڅوك يې تصورنشي كولاى ،خو متاسفانه بايد ووايم چې زموږپه ارګ (دجمهوري رياست )په ماڼۍ كې غڼې ځالې جوړوي ،پېشوګانې او سپيان پكې بچې زېږوي، دكثافاتواوګندګيوخوهېڅ ځاى نشته تراوسه پورې زموږ په يوې ادارې ته داسې يو رئيس رانغى چى په پوره صداقت اوايماندارۍ كاروكړي، اوخپله ايماني اووجداني وظيفه سرته ورسوي،له يوچاسره هېڅ په هغه قسم خبرې هم نه كوي څرنګه يې چې بايد وكړي .

په بهرنيواودسيمې هېوادونوكې كه له يو ه وزير سره هم ديوچاكارپيداشي نوهغه په ډېره نرمه لهجه اوخورااحترام سره بلنه وركوي اومشكل يې ترپوښتي مګرزموږ په هېواد كې كه له يوه عادي مامورسره هم ګورې كم تركمه دوه ورځې مخكې به وخت اخلې اويابه واسطه لرې هغه متل دى چې نن سبا بې واسطې څوك جنت ته هم نشي تللائ .

په نوروځايونوكې په هركوڅه كې ،هرواټ كې دخلكودضرورت ټول مواد موجودوي زموږ په هېواد كې څه شته!هېڅ نشته! دمثال په ډول نور ولايتونه او لرې ولسوالۍ خولاڅه حتى چې مركز كابل ته نږدې داسې ولسوالۍ شته چې كه يوچاته مريض پيداشي نو هغوى دسرك دنه شتون له امله بايد سوساعته لارپه پښومنزل وكړي او ترساعتونو منزل وروسته ځان هغه ځاى ته ورسوي كوم ځاى كې چې موټر پيداكېږي اوبياله هغه ځاى څخه ډاكټرته ولاړشي هغه مريض كه له هغه درده چې په كوركې ورته پيداشوى وي نه مري نو ددې لارې داپياده اوپه ګړنګونو كې منزل خويې حتماً وژني ،پرځاى ددې چې خلك ناروغ له روغتون څخه روغ كورته بيايې زموږداوروڼه دخپل مريض مړى كورته رسوي.داولې داهرڅه په څه كېږي ؟ ددې پوښتنې ځوب بايد دولت وركړي چې په اته كالوكې يې حداقل دلرې ولسواليو اوكليو كنډاوكپرسړكونه پيوند هم نكړل.

ښه نوښاغلى رئيس جمهور،وزير،رئيس ،اوښاغلى ښاروال صاحب ستاسوددې لوړو لوړوپوستونو اوڅوكيو ګټه دې وران هېواد ته چې ستاسوله راتلو نه تراوسه پورې يې ورانې كنډوالې په چاردېوالۍ بدلې نشوې ،ستاسوكوم خدمت هغه همېشه ځورېدلي اوبل ته محتاج ملت ته چې تاسو ښاغلي يې پر رايو دې مقامونوته رسېدلي ياست؟

ستاسو كومه ګټه هغه مظلواوفقيرولس ته چې تاسو ته درايو دركولو او انتخابولو لپاره يې خپل دبدن غړي له لاسه وركړل ،څه مووكړل دهغه چالپاره چې له تاسو څخه مخكې يې په اتياافغانيو له سهارترماښامه داوړي په سرې ګرمۍ او دژمي په دردونكې يخنۍكې پردۍ مزدوي كوله ،هغه چې له سهاره ترماښامه يې لاسونه دسوال اوګدايۍ په خاطردستاسوپه شان خادمانو پروړاندې غزېدلي ول اونن هم هماغه حال لري اوهېڅ بدلون يې په ژوندكې رانغى .

ستاسوجنابانوكومه ګټه هغه ارګ ،هغه وزارت اوهغه رياست ته چې ستاسوله ورتګ څخه دمخه يې هم ددېوالونورنګ اوښتى ؤه اوسمنټ اوكاګلونه يې پرېوتي وو،ددروازواوكړكيوپرځاى ورته پردې اوپلاستيكونه لګېدلي وو،او اوس هم!