د مخدوم په نوماندۍ ولسي جرګه د اخلاقي چيلنج سره مخ ده

د لراوبر اداره | دسمبر 20th, 2009


په نوي کابينه کې یو شمېر داسې څېرې شته دی چې که ولسي جرګې د باور رايه ورکړه نو د ولسي جرګې هيڅ اخلاقي حيثيت به پاتې نه شي. په دې وزيرانو کې یو متعصب او فاشيست مخدوم رهين دئ .

مخدوم رهين پخوا د همدې ولسي جرګې له خوا دوه ځلې رد شوی دی. خو سړی په دې راز نه پوهېږي چې په تهران کې روزل شوي رهين په حامد کرزي او پخواني شاهي کورنۍ څه جادو کړی دی چې تل يې ملاتړ کوي او د ولس استازي د ډول ډول چيلنجونو سره مخ کوي. ښه به وه چې حامد کرزي دا ځل (کم تر کمه په ژوند کې یو ځل) د ولسي جرګې حيثيت او اعتبار ته درناوی کړای وای او دا بدنامه او ناولې څېره یې بيا د باور رایې لپاره نه وه ورلېږلې.

مخدوم رهين په تېره کابينه کې هم حامد کرزي ولسي جرګې ته پېژندلی و. ولسي جرګې ترې یو ځل د باور جامې وويستلې او ولس ته یې وويل چې فاشيستان او د اسلام دښمنان په حکومت کې وزيران کېدلای نشي، حامد کرزي بيا ولسي جرګې ته ورمعرفي کړ، ولسي جرګې بيا رايه ورنکړه. اوس مصلحتي (پخپل اقرار مصلحتي) ولسمشر بيا دا بدنامه څېره ولسي جرګې ته ورپېژني.

دا امکان لري چې د ولسي جرګې یو شمېر هغه غړي چې ولس پرې ګورګورې څنډلې او مخکې یې رهين ته د باور رايه ورنکړه په یو او بل ډول د ګل خانې ماڼۍ خوشاله کړي وي ، دا ځل رایه بدله کړي او رهين ته د بارو رایه ورکړي. خو که رهين ته یې دباور رایه ورکړه نو تاريخ به دا ثبت کړي چې دې استازو سياسي تقوا نه لرله او ولسي جرګې اخلاقي ماته وخوړه.

Copyright Larawbar 2007-2024