کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هغه درک هغه خرک!

هغه درک هغه خرک!

ښه مې یاد دی چې د پاکستان د کډوالۍ پر مهال په اووم ټولګي کې وم او د ټولګې په مینځ کې مو غټې، غټې تیرې تیرې تیږې پرتې وې او برسیره پرې ترپالونه هوار وه او موږ پرې درسونه ویلې.خدای مې دې غاړه نه بندوي فکرکوم په شپږم ټولګي کې وه چې د تفسیر استاد مولوي صاحب سعادت خان ټولګي ته راننوت او موږد ژمي د یخني له امله په ټولګي کې د پخو شويو غنمو او ورسره د بنګو پخې شوې دانې خوړې.
استاد راغی دتفسیر درس یې پیل کړو خو موږ بیاهم له استاده په پټه همدا د بنګو دانې خوړې یو و خت استاد د کوم تن د خولې اواز واوریده چې فکر یې شو زموږ د ټولګي اول نمره هم خوله ښوریده، استاد وویل چې ټول قران شریفونه پټ کړی او یوه ډیره ضروري خبره ده موږ ویل ښه ده، نو د تفسیر استاد دا درې ژبې شعر چې نه پوهیږم د کوم شاعر دی وویل :
کسی راکه پیرش ګمراه بود ـــ مریدش کی براه خدا بود
نو په سرکې یې د ټولګي اول نمره ته مخ واړوه او ورته وی ویل چې ته دا کار کوي نو لدې نورو هلکانو څه ګیله ده.
راځم اصلي خبرې ته او هغه داچې تیره ورځ ولسمشر په داسې حال کې خپله کابینه اعلان کړه چې که رښتیا راباندې وایې خپله خو مې هغه د بعضې خلکو خبره دوه سترګې ورته څلور شوې، خو کله چې کابینه اعلان شوه یو ځل بیا هغه درک او هغه خرک وو.
په هرصورت فکر کوم دغه کابینه خو د افغانستان ولس ته په هیڅ صورت د منلو وړنده، خو نه پوهیږم چې په اړه به یې د نړیوالو غبرګون څه وي؟
بله داچې پدې کابینه کې کوم د پام وړ بدلون هم نه تر سترګو کیږي، اوکه رښتیا راباندې وایي تر تیر ځل هم بدتره شوې ده.او فکر کوم ټول وزارتونه د کرزي صاحب د ژمنې سره سم هغه جنګسالارانو ته ورکړل شویدی چې ده ورسره د انتخاباتي منډو ترړو پر مهال ژمنې کړې وې.
بله خبره چې تر ټولو ډیره مهمه ده هغه داچې ولسمشر کرزي د دوهم ځل ټاکل کیدو وروسته د لوړې د مراسمو پر مهال ژمنه کړې وه چې فساد په له مینځه وړي، کار به اهل کارته سپاري او افغانستان به د ترقي او تعالي په لوربیایی چې نړیوالې ټولنې هم ترې د غه غوښتنې لرلي دی، خو اوس چې سړی د ده کابینې ته ګورې فکر نه کوي چې پدې ګیدړانو هغه زمري ښکار کړي چې ده یې د نیولو ژمنه کړې وه.
بله داچې د نوې کابینې غړي چې ډیری یې پخواني وزیران دی او یو دوه یې له یو ځای نه بل ځای ته بدل شوی، تر دوه درې وزیرانو پرته یو یې هم د وزارت لیاقت او کفایت نلري، ځکه یو خو دا هغه کسان دي چې له څارنوالۍ سره دوسیې لري، او بله داچې کاري وړتیا نلري، پدې مانا چې دغه کسانو هیڅکله هم د خپل وزارت پرمختیای بودیجه نده لګولې، او نه یې کوم د پام وړ پرمختګ کړی.
بله داچې کله چې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت په فعالیت پیل وکړ، افغانستان د نړۍ په په کچه د مخدره موادو په تولید کې لومړی مقام وګاټه!
دا یوه بیلګه ده ټول یې همداسې درحساب کړه ، بله داچې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت لپاره چې کوم وزیر غوره شوی ښاغلی مخدوم رهین یادوم نور کارونه خویې پر ځای پریږده داسې یوکس دی چې د ولسي جرګې غړو ترې د باور رایه واخیسته خو پرون یو ځل بیا د همدې جرګې په مخ کې ولاړو .
بس څه سر به مو خوږوم هریو یې همداسې درحساب کړه. نه پوهیږم چې ولسمشر یې په څه موخه بیا ولسي جرګې ته ورپیژني؟
بله داچې (اوبه له پاسه خړې دي) او د کابینې خوبونه خو هغه مهال د خلکو په خیالونو کې له خاورې سره خاورې شول، چې ولسمشر کرزي محمد قسیم فهیم د لومړي او محمد کریم خلیلي د دوهم مرستیال په توګه وټاکه.
اوس راځم دیته چې ګیله له خپلو کیږي، او خپل چې موږ یې بولو هغه خو په ولسي جرګه کې د ملت استازي دي چې په کلونو، کلونو نه ورسره وینو، بس که کومه ورځ یې د تلویزون په مخ ووینو، خو بیاهم د ولس یواځنۍ هیله همدا وکیلان دي.
وکیلان باید وزیرانو ته د رایې ورکولو پر مهال له جدي غور نه کار واخلي او داسې کسانو ته د باور رایه ورنکړي چې د ملت ګټو ته ژمن نه وي.
خو فکر نه کوم چې دا وړئ هم شړي نشي، ځکه وکیلانو به لا وړاندې د وزیرانو دعوتونو ته لبیک ویلی وي، خو د خوښۍ ځای دادی چې دا ډول کسان د ګوتو په شمیر دي او د ملت په درد مین او رښتیني استازي هم پکې شته، چې د هیواد او ملي ګټو لپاره ژمن وزیرانو ته د باور رایې ورکړي، نه داسې وزیرانو ته چې د لسمشر کرزي له لورې ولسي جرګې ته ورپیژندل شوي .