کور / تازه خبرونه / برتانوى عسکر خپلو ملګرو وژلئ

برتانوى عسکر خپلو ملګرو وژلئ

د برتانيې د دفاع وزارت وايي د دوشنبې په ورځ يې په افغانستان کي يو بل عسکر هم ووژل سو.
د دفاع وزارت وايي داسي نښي ليدل کېږي چي دغه عسکر د خپلو ملګرو په ټک وژل سوئ وو.
پېښه د دوشنبې په ورځ د هلمند په سنګين ولسوالي کي هغه مهال رامنځته سوې چي برتانوي او افغان پوځيان په پلې ګزمه وتلي وو.
د دې عسکر په مړينه د برتانوي پوځيانو د مړو شمېر سږکال ١٠٣ او له ٢٠٠١ کال راهيسي ٢٤١ کسانو ته ورسېد.
د دفاع وزارت دا نه دي ويلي چي ياد سوئ عسکر له خپلو ملګرو سره د کومي شخړي له وجي وژل سوئ او که يې پر خپل سره – شين سترګي ملګري د کوم سپېره طالب خيال کړئ دئ.