کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په سيمه کې د « لويي بازۍ » امريکايي پړاو !

په سيمه کې د « لويي بازۍ » امريکايي پړاو !

هدايت الله هدايتسل کاله پخوا د« لويی بازۍ » د بنيادي کمپاين د پيل سره په هندوستان  اود عربو په خليج کې د برتانيې د امپراطورۍ نايب السلطنه لرډ كروزن د شارجې د بندر په    يوې جنګي کښتۍ  کې چې د انګرېزانو بیرغ ورباندي رپېدی   د يوې بيانيې په ترڅ  کې وويل  چې « په دې خليج کې به دبرتانیې دولت یوازنۍ ځبر ځواک پاتې کيږي  او بل هرڅوک که د لته د خپل  موجوديت اظهار  وکړي نو هغوی به زموږ د هيواد د هر اړخيز مقاومت سره  مخامخ سي » . يوه پېړۍ پخواچې د برتانیې امپراطوري د خپل قدرت په مستي کې  وه  نو د خليج د هیوادو شیخانو او رئيسانو د لندن سره د خاصو لوزنامو او تعهداتو په امضا کولو سره د خپلو مځکو او هيوادو  سرنوشت او د هغوی راتلونکې   د لرډ كروزن  په مشرۍ  و   انګلیس ته   و  سپاره  .


لرډ كروزن چې بيا د نولسمي پېړی  په وروستيو کې د برتانيې  د بهرنيو چارو  وزير سو،  د خپل هيواد دبهرني سياست   په عمده ټکو کې  ئې د مينځني ختيځ ټولي   سیمي   د بريتانيا د ملي ګټو جز ء و ګڼلې  ، دغه سيمي په واقعيت کې د  سياسي، سټراټژيکي ،تجارتي ، پوځي او د ټلګرافي   اړخونو له مخې  د برتانيې دامپراتورۍ  حياتي سيمي  بلل کېدلې . دا په داسي حالت کې وو چې ددې سيمو سرشاره نفتي زیرمو لا په هغه وخت کې د  ګټي اخيستلو لپاره   دونه وده نه وه کړې . د نوموړي وزير اصلي  رويا دا وه چې یوه داسي اوږده او ځينځيري حلقه جوړه  کړي تر څو د مديترانې د اوبو څخه رانيولې بیا د هندوستان تر   نیمي وچي پوري  او هم په آسیا کې تر لیري ختيځ  پوري  دا ټوله بايد د برتانیې تر نفوذ لاندي سیمي  وګرځي . په هغه وخت کې د لرډ کروزن او په لندن کې د نورو سرغنه وو نړۍ ليد و هر چا ته معلوم وو او هغوی داسي  عقيده  درلودله  چې« خدای تعالی په خاصه توګه  د بريتانیې  اشراف او ددې هيواد د لوړي طبقې خاوندان د خپلي  ارادې و عملي کېدو  ته  ټاکلي دي »! . 
 


د« لويی بازۍ » نوم د لومړي ځل دپاره د نولسمي پېړۍ په شروع کې د افغانستان د کنټرول پر سر د انګليس او تزاري روسيې دلانجو د توضيح پر سر راپورته سو، دا ځکه چې افغانستان ديوې خوا د مرکزي آسيا دروازه  بلل کېده او دبلي خوا د هند و نيمي وچي او آزادو اوبو ته درسېدو لپاره لنډه لار وه نو لا دپخوا څخه  د تزاري روسيې سترګي ورته لغړېدلي وې . ددې سره سره چې افغانانو په دريو آزادي بخښونکي جګړو کې انګرېزان ځغلولي وه خو دغو مبارزو ترپايه پوري افغان ولس د انګرېزانو د  استعماري او استثماري لوبو څخه خلاص نکړای سو . په شمال کې د سوسياليستي شوروي موجوديت هم تل  افغانستان ته دانګرېزانو توجه  ځانته جلبول او تلاښ ئې کاوه چې په دې هيواد کې خپل نفوذ د« لویې بازۍ » د تحقق له لاري   د ځان په ګټه تمام کړي .


خو نيمه پېړۍ بعد ددې سيمي د ولسونو د استعماري ضد او آزادي بخښونکې  مبارزو بهير چې افغانستان ئې په سر کې ولاړ  وو داسي زور واخيست  چې ددې عقيدو خاوندان ئې پر خپل ځای باندي کښېنول .  دسيمي  هيوادنو  يو په بل پسې خپلواکي تر لاسه کوله . په مصر کې د سويز  کانال ملي سو ، په سيمه کې د نفتو د صنعت د ملي کېدلو  پروسې پراختياوموندله، د بريتانيې استعماري او لوئې غوښتني  سلطې ته  يو په بل پسې سخت ګذارونه ورکړل سوه  او هغه  يې  دړي وړي کړ .  د برتانيا  اشرافو  هغه خدائې ماموريت   چې ځانته ئې  ټاکلی وو هم د يوې خپسکي په  حيث  ځان ظاهر کړ! 


هماغسي چې تاريخ شاهد دی تير سويو امپراطوريو  په هره بڼه  چې ځانونه يې  ښکاره کړي وه خو هيڅکله ابدي نه وه پاتي سوي، هغوی هم همداسي خوبونه ليدله چې ځان ابدي کړي خو کله چې به ئې  ظهور وکړ نو پخپلو کړو سره به ئې   ولسي پاڅونونه تحريک او دزوال  و لوري ته  به يې ځان  برابر او په پای کې به له مينځه  ولاړل . يقين دی چې ددې پسته به  هم  همدا شاني سرنوشت  لري  .  خو په بشري ټولنه کې د امپراطوريو هدفونه لاتر نن ورځي پوري د پخوا په شاني ثابت پاتي دي .   هغوی   خپل  ماهيت  ساتلی  دئ ، ځانونه  يې  غزولي  او بې له ځنډه د بيرته را ګرځېدو هڅي يې کړي دي او کوي  يې . يعني اوس هم داسي تلاښونه روان دي چې ځيني ځانته دا حق ورکوي پر نورو هيوادو باندي  ودانګي ،پر هغوی باندي خپله جغرافيایې،سیاسي، اقتصادي او فرهنګي سلطه و ساتي، د نړۍ پر طبيعي زېرمو او بازار وباندي  خپل واک ټينګ کړي، د وسلو په زور د خپلو ګټو او غرور  د ساتلو لپاره د نورو ګټي او غرور وځپي ،  پر  پوځي  تکنالوجۍ باندي تکيه وکړي او پر هغه باندي  بر لاسۍ پاتې سي ، د یوې برتري ډلي په توګه د  خپل رشتيا يا درواغو ارزشونو  پرحقانيت باندي ټينګار وکړي او دهغوی وپراختيا او  رواجولو ته د فرهنګي يرغل لاره هواره کي  .  دا ټوله هغه  عملي بېلګې   دي  چې په نني نړۍ وال سيسټم کې   دامپراطورۍ د خيالونو د ساتلو او تحقق  لپاره  و نندارې ته راايستل کيږي .  یعني دامپراطورانو د امپراطورۍ   ليرليد له مینځه ندی تللی، يوازي د نړۍ شرایط او د هغوی ماهیت بدل سوی دی . پروني تلګرافي مزو نن و فضائي الکټرونيکي او کمپيوټري ماهواره يي شبکو ته ځای پرې ايښئ دئ، د تیري پېړۍ  سټراټژيک محصولاتو لکه  پنبه، چای او دوا  نن د نفتو او ګاذو سرشاره طبيعي زېرمو ته پرې ايښی  دی  . 


دتاريخ په اوږدو کې د ولسونو د ملاتړ نه پرته هيڅ يوه واکمن يا امپراطورۍ  بقا  نه ده درلودلې او دغه امپراطوريو بيا دخپل ماهيت له رويه هيڅکله په دې نه دي  توانېدلي چي دولسونو ملاتړ دي ترلاسه کړي ، ځکه نو  عمر يې تل لنډ  او حتمي  زوال ئې په برخه سوی  دی  . تر لومړي نړۍ والي جګړې پوري د انګليس امپراطورۍ اوراوروسته  بيا داروپايانو نورو امپراطوريو خپله نړۍواله سلطه به  په يوې متعادلي  بودجې باندي اداره کوله، خو د وسلو د چټکي ودي او هغوی د  پېچلتيا  پرمختيا  ، د جنګي کښتيو او طیارو دصنعت موډرنه کېدل، د زرهي او ثقيلو وسلو وده ، د خپلو ګټو د تأمين په خاطر پر نورو ليري هيوادو باندي  را ماتېدل او د هغوی لاندي کول   دا ټول ددې باعث سوه چې و دې امپراطوریو ته   ډير بې درکه  مصارف  او لګښتونه  پرېږدي . همدارنګه د مستعمرواو  اشغال سوي هيوادوپه دننه کې د ولسونو پاڅېدنه او مقاومت  و استعمارچيانو او اشغالګره قواوو ته درانه تلفات هم را واړول . دغه تلفات نه يوازي  د امپراطوريو په پراختیا او غزېدو کې دهغوی څخه کورنۍ ملاتړ کماوه ، بلکه د انګلیس او ایټاليا غوندي امپراطوريو  چې په افغانستان، چين او حبشې کې يې درانه تلفات او ملاماتونکې بودجه  هم زغملې وه  نو د هغوی ملايې هم  شنه کوله  او دې  ته يې اړ ايستل چې د هغه ځايو څخه ځانونه   وکاږي  . 
 


تر دا څو ورستيو لسيزو پوري د انګرېزانو استعماري طاقت په نړۍ کې لومړۍ خبره کوله . دبریتاني د  استعماري  سياست د يوې ځانګړتياو څخه يوه داوه چې مخکې تردې چې په وسلو او د خپل طاقت په وجه مشهورسي، زياتره ئې د خپل کيندلي او زيرکانه سياست  آوازه  په هر ځای کې خپره وه . د برتانيې هغه سياستونه چې د عثماني لويه امپراطورۍ  يې و تجزيې ته ټيل وهله  په هغه کې يې د قوت يوه برجسته نکته داوه چې د مقابل لوري هيوادو د ضعف نکتې ورته معلومي وې ، ځکه نو خپل سياسي او پوځي مانورې به ئې هم دهمدغه ضعیفو او نازکو نکتو په چوکاټ کې ترسره کولې . د انګليس دفتنه ګريو استعماري سياست ددې جوګه سوه چې ډېر هغه نظامونه سره وشلوي کوم چې ددې امپراطورۍ د استعماري سياستو سره ئې نه وه  جوړه  . 


نن څه کيږي ؟


نن بياهم هماغه تاريخي څه تکراريږي خو يوازي د لويی برتانيې پر ځای د امريکا متحده ايالات د« لويي بازۍ » اصلي لوبغاړۍ دی او نوم يې زيات اخيستل  کيږي . اوس دا امريکاده چې طاقتوره  جګړه ايزه  ماشين يې و ميدان ته را ايستلی او انګرېز ته يې يوازي يو فرعي  نقش ورکړی دی . امريکا اوس پر هغو سيمو غواړي لاس تېر کړي چې انګرېزانو لا دپخوا څخه  د ځان بللي وې او اوس يې هم د خياله ندي ايستلي  !


خوددې ټولو لوبو او بازيو سره سره نن حالاتو بدلون موندلی دی . حقيقت دادی چی د تيري نيمي پېړۍ په اوږدو کې د نړۍ د ولسونو بېلابېل قشرونه د ټولنيزو او تکنا لوجيکي پرمختياوو بهير د هغوی پر فکري او ورځني راشه درشه باندي ژور تأثير ښندلی دئ چې زموږ په عصر کې يې په ملي او نړۍ والو  عرصو کې بې درکه بدلونونه راوستلي دي  . دا ټول هغه څه دي چې  د امپراطوريو او يرغلګرانو د قدرت بنيادونه يې د پرونه څخه بېل کړي دي . د نفوسو زياتوالی، د پراخي زده کړي اونوی ښوونيز او تربيوې ميټوډنو رواجېدل،  و نورو هيوادو ته د زده کوونکو، کارګرانو، سياحانو، پناهنده ګانو ،تاجرانو، او روښانفکرانو مهاجرتونه، او په دې لړ کې نور ډراماټيک بدلونو  دغه ټولو  نړۍ وال سرحدونه مات کړل او پر هغوی باندي  يې د تګ راتګ د جريان پخواني نورمونه پر دابله خوا راواړول  .په واقعيت کې د پرونۍ او ننۍ  امپراطوریو او دهغوی د لوبغاړو اصلي توپير په دې کې دی چې ننۍ امپراطورۍ د هغو هېوادو کنټرول چې همدا اوس يې  تر خپلي  سلطې لاندي  را وستلي دي يا يې غواړي راولي، نو هغه  په خپله نه اداره کوي، بلکه دغه وظيفه يې د هغو هیوادو وبومي اشخاصو ته چې دوی يې په خپلو هیوادوکې  روزلي  او يا مغزونه یې   ور مينځلي دي، سپاري .  بخملي او نارنجي غوندي رنګارنګه انقلابونه ورته سازماندهي کوي . دغه امپراتورۍ د ولسونو او هيوادو څخه  په دې بانه چې ګني ددوی امنيت او سلامت ور ساتي او يا ډيموکراسي ورته راولي او يا دا چې ډيموکراسۍ ورباندي چپه کوي او دهغه نه يې ليري ساتې !  نو په دې ډول د خپلي  امپراطورۍ  اساسات  پر هغوی باندي د ججې د اخيستلو په  نامه    د يوه   ژاندارمري نظام په توګه ور  باندي مني او په دې ډول خپل ریزرفی مزدوران هم پر شاټکوي او هم يې ساتي تر څو  که څوک  ځان ښوروي نو بيايې  په مختلفو نومو د هغو  په وسيله   له مينځه وړي   او يا يې ځپي  . 


دا مريکا را مخته کېدل


تر پرونه پوري ډېرو امريکايانو دا خبره نه منل چې ګني د هغوی د هيواد نظام دي يو امپراطوري نظام وي ، دا ځکه چې په دې باره کې ئې چنداني معلومات نه درلود .د نولسمي پېړۍ په وروستيو کلو کې د امريکا سرغنه وو په ظاهره  د لاتيني امريکې  او دآرام اوقيانوس په حوزه کې د خپلو امپرياليستي سياستو په کارولوسره   فخر کاوه او  څه ناڅه د هغه وخت داروپائې امپراطوريو پېښې به ئې هم ورباندي کولې .  خو د لومړۍ نړۍ والي جګړې نه را وروسته چې د  روسيې، عثماني، اطريش ، مجارستان او د هغه نه باد دانګليس، آلمان، فرانسې، هسپانيې، پرتګال، هالينډ او بلژيك  امپراطوريو  سقوط  وکړ نو  دامريکا مشرانو هم چې د راتلونکې امپراطورۍ هوسونه يې په سر کې درلودله ځان را مخته کړ، خو د بيري څخه يې  نوم نه اخيست، پر هغه به ئې سترګي  پټولې او حتی   هغه به ئې رداوه  هم . دا په دې خاطر هم وو چې د نړۍ د خلکو حوصله د امپراطوريو د مصيبتوڅخه و پزي ته رارسېدلې وه  او د هغوی پرضد د ولسونو د را پاڅېدلوجريان تاو اخيستی اود هري ورځي په تيرېدو سره  به ئې خښم زياتېده او دغاړي رګونه به ئې  ورته  پړسېدله   .


د۱۹۳۰  په لسيزه کې چې امريکا او ټوله نړۍ   د شديداقتصادي بحرانه  سره مخامخ سوه نو دغه بحران ددې هيواد د امپراطورۍ د مزو و ټينګېدو ته  ډير سخت او دروند تاوان  ورساوه، خو د دوهمي نړۍ والي جګړې دپيل نه بيا تر ختمېدو پوري د امريکا اقتصاد ددې بحرانه څخه بچ او وژغورل سو . تر هغه دمخه يعني د شوروی اتحاد د ظهور سره يوځای او د هغه نه په راوروسته کلو کې د نړۍ  په هر ګوټ کې دهيوادو د لويې غوښتني ضد احساساتو داسي بڼه غوره کړې وه  چې دا پلا امريکا او شوروي اتحاد دواړو وځانته دامپراطورانو د نومولو پر ځای  د «ابرقدرت» يا ځبر ځواک نسبت   ځانته غوره وګاڼه  او دغه اصطلاح وه چې  ددواړو هيوادو دنامه سره يو ځای يادېدله   . 


د شوروي اتحاد د ړنګېدو نه وروسته د امريکا د امپراطورۍ سټراتيژيسټانو او مخکښانو ځانته لاره خلاصه کړه او هغه څه چې په دې لاره کې يې  نينګلي وه نو د هغه ماهيت  ئې د خپل اصلي پوښه څخه را وايست . په امريکا کې دبوش دغه اوسنۍ ادارې په  خپلي تهاجمي سټراټيژۍ کې داسي تلاښو ته ملا وتړله ترڅو دخپلي  امپراطورۍ په خونچه کې هغه پراته هدفونه و خپلو اتباعو ته  وښئي او دنړۍعمومي افکار او د امريکا د خلکوذهنيتونه هم ودې ته  را وبولي چې دلته دوې موضوعګاني سته  چې هغه  د امريکا د نړۍ وال سياست سره نه شلېدونکی اړيکي لري :


يو داچې  امريکا د خپلو ارزشو پراختيا ددې سټراټيژۍ جز ګڼي اوبل داچې د عراق اوافغانستان غوندي هيوادو سره دامريکا جګړه  ددې امپراطورۍ د ساتلو او پراختيا لپاره نه بلکه د امريکا دملي دفاع اود خلکو اوملت  د ملي امنيت د تأمين په خاطر تر سره کيږي  . په بل عبارت هغه څه چې په نړۍ واله سطحه کې د امريکا امپراطورۍ په نامه  يادېدله نو د  بوش ادارې د امريکا په دننه کې پر هغه باندي د نيشنليزم کالي و اغوستل او په دې توګه ئې په عراق ، افغانستان او نورو ځايو کې د واشنګټن پوځي عمليات دامريکا و ماليه ورکونکو ته توجيه کړل . 


د سپټامبر د يولسمه او په نوې پېړۍ کې د امريکا سټراټيژي


څو کاله تير سوه چې د بوش دولت په نيويارک او واشنګټن کې د سپټامبر د يولسمي پيښي څخه د ټروريزم سره د مبارزې تر نامه لاندي د امريکا د امپراطورۍ اود نړۍ د لاندي کولو و مقولې ته وده ورکړي . دغو پېښو د امريکا و ځينو محافظه کاره سرغنه وو  ته دا فرصت ورکړ او يا دا چې داسي فرصت ئې پخپله ايجاد کړ چې د ولس   نيشناليستي احساسات را و پاروي او دهغه څخه بيا ګټه  واخلي او په نړۍ کې د امريکاد سیاسي، فرهنګي او اقتصادي يرغليزو عرصو ا و سرحدوته پراختيا ورکړي . دبوش ادارې په دې لاره کې د کلینټون دهغي لارې څخه لاره چپه کړه چې نوموړي په نوي يمي لسيزي کې غوره کړې وه . سره لدې چې د امريکا د امپرطورۍ په ساتلو او ملاتړ کې د بوش او کلينټون د لويی غوښتني تګلارو ګډي خواوي  درلودلې خو دغه تفاوت يې هم لاره چې کلینټون د امريکا د امپراطورۍ طاقت د اروپايی متفيقونو په نيژدې همکارۍ او د نړۍ والو سازمانو څخه په پراخه استفادې کې ليده، حال داچې بوش او دهغه ډلې بيا پر خپل سر باندي و ډنګوله اودې ته يې ترجيح ورکړه چې د هماغه خپلي  نيشناليستي شېوې څخه  د جګړې او د زور داستعمال د ميتوډ څخه کار واخلي . هغه داسي د سده ووت چې د  هر مشکل  و  حل ته  ئې پوځي لاره غوره ګڼله  او دنور هيوادو  ورته  نشناليستي  احساساتوته ئې  په سپکه  کتل او په هيڅ يې نه شمېرل .


په همدې اړه په هماغه وخت کې د امريکا د استنفورډ او پرينسټن  د پوهنتونونو ۵۰۰ استادانو چې په شيکاګو کې را غونډ سوي وه دا خبره   تائيد کړه  چې دا پخپله امريکا وه چې د سپټامبر پر يولسمه  يې د نړۍ وال تجارتي دوه مرکزي تعميرونه  والوزول .   دغه استادان په دې باور وه چې د نوي محافظه کارانو د ډلي څخه ځينو يې د «  په نوې پېړۍ کې د امريکا يي  پروژې » طرحه جوړه کړې وه او هغه ئې په دې توګه و غوښتله پر نړۍ باندي د واک  دټېنګولو دپاره د يوې بانې په حيث را مخته کړي  .


د سپټامبر ديولسمي پيښي نه دادي  شپږ کاله تير سوه .  په نړۍ واله عرصه کې ددې اثر ناکي حادثې د تأثير په هکله لاتر اوسه پوري ډېر اګر و مګر موجود دی او زياتي پوښتني لا لاينحله او په ابهام کې پاتي دي . خو ډېر څېړونکې په دې باوردي چې په واقعيت کې  د نړۍ وال پرتجارتي مرکز او  د هغو آسمانخراشه تعمیرو  او د پنټاګون پر مرکزي دفتر  باندي د هغو  طيارو  دټکر اصلي هدف  تعميرونه او  د خلکو وژنه نه وه،   بلکه اصلي  هدف دا وو چې دامريکا د راتلونکې پروژې د تطبيق د پاره  د ټولي نړۍ  مغزونه ، ذهنيتونه او عامه افکارو ته ټکر ورکړي ،هغه تسخير کړي او په خپل کنټرول کې راولي .


پاته لري ..  .>>