کور / تازه خبرونه / میدان وردګ : د امنیت امر په دولتي مډال ونازول شو

میدان وردګ : د امنیت امر په دولتي مډال ونازول شو

د میدان وردګ ولایت دامنیت امر ته د ښه خدمتونو په مقابل کې د میړانې دولتي مډال ورکړل شوو .

د لیندۍ په ۲۹ مه دمیدان وردګ ولایت د امنیت امر جنرال عبدالحکیم اسحاقزي ته ددې ولایت دامنیت دغښتلتیا او په دغه برخه کې دده دنه ستړې کیدونکو هلو -ځلو په موخه (دکورنیوچارو وزارت د ۸۷۲۵ مې ګڼې وړاندیز پراساس چې داساسي قانون ۶۴ مادې ۱۹ فقرې دحکمونو سره سم، نوموړی ته د ولسمشر د(۱۳۳) ګڼې حکم پراساس دمیړانې دولتي مډال ورکړه منظورم) .

د ښاغلي جنرال اسحاقزي په وینا هغه مهال چې ددې ولایت یوه لرې پرته ولسوالي جغتو د دښمن دزیاتو بریدونو لاندې وو او په ولسوالۍ کې مهمات هم دخلاصېدو په حال کې وو، موږ سره ددې چې په لاره کې د دښمن زیات کمینونه نیولې وو، دیو تن شهیدپه ورکولو په دې و توانیدو چې دسیداباد ولسوالۍ څخه تر جغتو پورې ۱۵ کیلومتره لاره په پلې ډول طی کړو، موږ وکولای شول چې ولسوالۍ اکمال او دښمن ته ماتي ورکړو، په همدغه وخت دکورنیو چارو محترم وزیرصیب په تلیفوني اړیکې ماته د میړانې مډال زیرې راکړو، دمډال په اوریدلو خوښ او اوږده ستړیا مې لمنځه ولاړه.

دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي هم په خپل وار سره دجنرال اسحاقزي نه ستړي کوونکي هلې ځلې دامنیت په غښتلتیاکې ستایي او ده ته د میړانې مډال مبارکي وایي او په راتلوونکي کې ورته دلازیاتو بریاوو هیله کوي.