کور / تازه خبرونه / د پاکستان د کورنيو چارو وزير په ضمانت خوشي سو

د پاکستان د کورنيو چارو وزير په ضمانت خوشي سو

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک چي د اختلاص او رشوت خوړلو په جرم د پاکستان سره په خيانت تورن وو، نن د لاهور محکمې د ضمانت له امله خوشي کړ. د محکمې قاضي وويل رحمان ملک دوه کسان د ضمانت په توګه ور وستلي او يو لک روپۍ يې جريمه تحويل کړې ده.
رحمان ملک به تر دې وروسته پر خپله دنده پاته وي او دعوه به يې له محکمې سره روانه وي، نوموړي ته د لاهور محکمې په دوو جلا جلا جرمونو کي د درو درو کلونو بند سزا اورولې وه.
تېره اونۍ د پاکستان ستري محکمې د کورنيو چارو د وزير د نيولو حکم صادر کړى وو.
د يادوني وړ ده چي د پاکستان ستري محکمې د حکومت په لوړ پوړو چارواکو پسي د حساب او کتاب لړۍ پيل کړې ده، چي څو کلونه پخوا يې بېلابېل جرمونه ترسره کړي وو.
محکمې يوه اونۍ وړاندي هغه حکم باطل اعلان کړ چي د بېنظيربوټو او پخواني ولسمشر پروېز مشرف ترمنځ لاسليک سوئ وو. د هغه حکم پر اساس ٦٠٠٠ کسان د محکمې له حساب کتاب څخه خلاص سوي وو، چي د ولسمشر زرداري په ګډون د کورنيو چارو وزير رحمان ملک، د دفاع وزير احمدمختار او په پاکستان کي سفير سيدحسين حقاني پکښي شامل دي.