ناټو:له افغانستان نه وتل ترپاتی کیدو راته ګران دی.

اسدالله زړه سواند | دسمبر 22nd, 2009


د ناټو عمومي منشي چی دسه شنبی پر ورځ په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغلی له افغان ولسمشرحامد کرزی سره په یو ګډ خبری کنفرانس کی را څرګند شو.
غونډی ته د ناټو عمومی منشی اندریس فوګ راسموسن یوځل بیا لدی هیواد سره دناټو پر ملاتړ،د افغان امنیتی ځواکونو په روزنه او دترهګری پر ځپلو ټینګار وکړ.
ښاغلی راسموسن پدی هیواد کی دالقاعدی،د وسله والو مخالفینو د له منیځه وړلواود افغان جګړی د ګټلو په موخه له اسلامی هیوادونو وغوښتل چی پدی هیواد کی خپل پوځی حضور پیاوړی کړی.
نوموړی وویل له افغانستان څخه دناټو ځواکونو بی وخته وتل ترپاتی کیدو ورته ګران پریوځی.
همدا راز نوموړی په افغان جګړی کی د روسیی رول ډیر مهم وباله او زیاته یی کړه چی له مسکو څخه یی د افغان جګړی دختمولو لپاره په دریو برخو، دنشه یی توکو پر ضد مبارزه،دافغان امنیتی ځواکونو اوهوایی ځواک لپاره دپیلوټانو د روزلو دمرستی غوښتنه کړی.
غونډی ته افغان ولسمشر حامد کرزی هم دجګړی دختمولولپاره یوځل بیا پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ چی خپلی وسلی پرځمکه کیږی دی.
نوموړی دسولی دټینګښت په موخه د لویی جرګی د رابللو په اړه وویل د لویی جرګی دجوړیدو په اړه یی خپلی هڅی پیل کړی.

Copyright Larawbar 2007-2024