کور / تازه خبرونه / زابل: دوه ماین ښخوونکي د خپل ماین ښکار شول

زابل: دوه ماین ښخوونکي د خپل ماین ښکار شول

په زابل ولایت کي د وسلوالو طالبانو د یوه تن قوماندان په ګډون دوه تنه وسلوال طالبان د خپل ماین
ښکارشول.
دزابل ولایت د شملزو ولسوالۍ ولسوال محمد وزیر جوادي په ټلفوني اړیکه خبریالانو ته وویل چې پېښه تېره ورځ د شملزو ولسوالۍ او داټغر سیمې په مینځ کې هغه وخت رامینځ ته شوه چې دو وسلوالو طالبانو یوه تن قوماندان ملا عبدالحد او د هفه ملګرۍ عبدالجلیل د پو لیسو د ګزمې موټرونو ته په ماین ښخولو بوخت وه چې خپل ماین پرې و چاودیدی او دواړه ووژل شول .
دشملزو ولسوال وزیر محمد جوادي وویل چې وژل شوو کسانو جسدونه د دوي سره دي.