کور / تازه خبرونه / کندوز:له د درملو له عمده پلورنځيو څخه بې کيفيته درمل وسوځول سول

کندوز:له د درملو له عمده پلورنځيو څخه بې کيفيته درمل وسوځول سول

دهيواد شمال خيتزولايت کندوز کې نن ددغه ولايت دروغتيائي کارکوونکيو له لوري يومقدار تاريخ تيره درمل وسوزل شول .
دکندوز ولايت دعامې روغتيا رئيس ډاکټر صفرمحمد ته وويل : چې سوزل شوي درمل ددغه ولايت دعمده درمل پلورنځيوڅخه راټوله شوي وه چې نن دسه شنبې په ورځ دعامې روغتيا په انګړکې وسوزل شوه .
هغه زياته کړه چې د درملو په راټولوکې ددغه ښار درمل خرڅونکيوورسره مرسته کړي ده . چې نوموړې د هغوې دغه کاروستايه خوهغه داهم وويل چې دوي دپلټنې يوګروپ ټاکلې دي ترڅوپه دغه ښار کې ټولې بې کيفيته اوتاريخ تيره دواګانې له منځه يوسې خوهغه ددغه کارپه سرته رسولوکې دعاموګړو څخه يوځل بيا دمرستې غوښتنه وکړه ))
همدارنګه ديوبل خبر له مخې دهمدغه ښار امنيتې مسوولين وائي چې نن دعلې آبادسرائي ته نږدي يوه اندازه چاوديدونکې توکې ئي له منځه وړې دي .
دکندوزدآمنيت آمر سمنوال عبدالرحمن وويل (( چې تيره شپه ناوخته دسړک دغاړې ماين ددغه ولايت دسپين زر شرکت دګولائي سره ښخ شوي وو چې سهار ددښارې وګړو په مرسته دامنيتې ارګانونو له لوري کشف اوله منځه يوړل شو . همدارنګه هغه داهم وويل چې يو ماين دحاجې نازکمير دسراېې ترڅنګ ځاې پرځاي شوي وو چې هغه هم له منځه يوړل شو سمنوال عبدالرحمن وويل چې دداډول پېښو په رامنځ ته کيدلو سره دکندوز دښاريانو نه ئي و غوښتل چې دوي په جريان کې واچوي تر څو په خپل وخت اوزمان سره سره لازم تدابير ونيول شئ ))
ديادونې وړ ده چې دکندوز دښار په زړه کې دماينونو ښخولو پېښې لومړې ځل دي چې په دغه ولايت کې رامنځ ته کيږي خو دوه مياشتې دمخه ددغه ولايت په زړه کې ددغه ولايت داقتصاد رئيس اودامني قوماندانې يوچارواکې دماين په بيلابيلو چاودنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ کوم چې دوي ته په موټرونو کې ځاي پرځاي شوي وو .