روزګان: څلور پولیسوته مرګ ژوبله واوښته

د لراوبر اداره | دسمبر 22nd, 2009


په ارزګان ولایت کې د ماین په یوه چاودنه کې څلور پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته د کورنیو چارو وزرات له لوري په خپره شوي خبر پاڼه کې ویل شوي دي چاودنه تیره ورځ هغه وخت رامینځ ته شوه کله چې د پولیسو موټز د خرما په نوم له یوه کلی څخه د ترنکوټ په طرف روان وو چې د سړک د غاړې ماین پرې وچاودید چې په پایله کې دوه پولیس ووژل شول او دوه نور ټپیان شول .
د خبر پاڼې په واینه چاودنه کې د پولیسو موټر له مینځه تللۍ که څه هم د دې پېښې مسولیت چه پر غاړه نه دې اخیستي.

Copyright Larawbar 2007-2024