کور / تازه خبرونه / پر امريکا بل طوفان راغئ

پر امريکا بل طوفان راغئ

د امريکا په ايريزنا ايالت کي د ګرد او غبار له وجي څلور کسان وژل سوي دي.
د ايريزونا ايالتي حکومت وايي دغه طوفاني ګرد او غبار دونه ډېر دئ چي په پنځه متره فاصله کي څوک مقابل طرف نسي ليدلاى.
د چارواکو په وينا له همدې امله په مختلفو ځايونو کي د موټرانو ٢ ټکرونه ثبت سوي چي څلور کسه پکښي وژل سوي او تر لسو ډېر سخت زخميان دي.
د ايريزونا حکومت دغه ايالت ته ننوتلي ټولي لويي لاري د ټرافيکو پر مخ بندي کړي دي.
دا د يوې اونۍ په اوږدو کي په امريکا کي دوهم طوفان دئ، تر دې دمخه د واشنګټن په ګډون په څو نورو ايالتونو کي څو ورځي سختي واوري و اورېدې چي له کبله يې خلګ په کورونو کي بند وو او دغو ايالتونو ته ټول پروازونه هم بند وو.
د واوري او يخني له کبله پنځه کسان په امريکا کي وژل سوي وو.