کور / تازه خبرونه / اسلامي حزب: پنځه فرانسوي عسکر ووژل سول

اسلامي حزب: پنځه فرانسوي عسکر ووژل سول

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب جنګيالي د پنځو فرانسويانو د وژني ادعا کوي.
د دې ګوند له خوا يوه خپره سوې پاڼه وايي دغه فرانسوي پوځيان يې پرون د کاپيسا ولايت د عمرخېلو په سيمه کي وژلي دي.
د اسلامي حزب د دې ادعا په اړه تر اوسه فرانسوي حکومت او کابل مېشتي د ناټو قومندانۍ څه نه دي ويلي، خو تېر کال د اسلامي حزب جنګياليو د کابل په سروبي ولسوالي کي په يوه ورځ ١٥ فرانسوي عسکر وژلي وو.