کور / تازه خبرونه / د روسيې توغول سوئ راکټ خلا ته ورسېدئ

د روسيې توغول سوئ راکټ خلا ته ورسېدئ

د روسيې حکومت وايي د دوشنبې په ورځ د دغه هيواد Soyuz TMA-17 ماډل راکټ له درو فضانوردانو سره خلا ته ورسېدئ.
په دغو درو کسانو کي چي تازه خلا ته رسېدلي يو روسى، يو امريکايي او بل چاپانى دئ.
تر دې دمخه هم په نړيوال فضايي سټېشن کي دوه امريکايان موجود ول.
د روسيې حکومت وايي دغه درې کسان به د را روان کال د مې تر مياشتي هلته پاته وي.
د روسيې حکومت ويلي چي پر ياد سوي راکټ يې ١٠٠ ميليارډ ډالره لګولي او د دوشنپې په ورځ يې د قزاقستان له کونور فضايي سټېشن څخه وتوغاوه چي د دوو ورځو په ترڅ کي په برياليتوب سره خپل هدف ته ورسېد.