کور / تازه خبرونه / اروپا: د واوري اورښت لا هم ژوند بې نظمه کړئ دئ

اروپا: د واوري اورښت لا هم ژوند بې نظمه کړئ دئ

د اروپا په زياترو سيمو کي لا اوس هم د واوري اورښت روان دئ، چي له امله يې تر ١٢٠ پوري کسانو ژوند له لاسه ورکړى دئ.
د دې يخني له امله ډېر کسان په فنلنډ هيواد کي وژل سوي دي، او د کريسميس تر رارسېدو دمخه يې په ډېرو هيوادونو کي مسافر له ستونزو سره مخ کړي دي.
د انګلستان، د لندن، مانچسټر، ليډز او د سکاټلنډ و ګلاسګو هوايي ډګرونو ته ټول پروازونه معطل سوي دي او د خلګو ژوند له سختو ستونزو سره مخ دئ.
د اروپا په زياترو سيمو کي چي ډېره واوره اورېدلي مکتبونه، دولتي ادارې او بازارونه تړلي دي او خلګ په کورونو کي بند دي.
د انګلستان حکومت وايي يوازي په لندن کي ٦٠٠ پوځيان له واورو څخه د بلډوزرونو په وسيله د لارو په پاکولو بوخت دي، خو لا هم نه دي توانيدلي چي لاري د ټرافيکو پر مخ خلاصي کړي.