کور / تازه خبرونه / امريکايي الوتکه وښويېده

امريکايي الوتکه وښويېده

د امريکن ايرلاين يوه بوينګ ٧٣٧ الوتکه د کښېناستو پر مهال له رن وې څخه اوښتې چي له امله يې ٤٠ کسان ټپيان سوي دي.
دغه پېښه په جميکن ښار کي د کنګسټن په هوايي ډګر کي د باران له امله رامنځته سوې ده.
د هوايي ډګر مسئولين وايي الوتکه د باران د اوبو له کبله پر مځکه د کښېناستو پر مهال ښويېدلې چي له ډېره زوره الوتکه دوه ځايه سوې او ٤٠ نفره پکښي ژوبل سوي دي.
د الوتکي ټول مسافر ١٤٥ تنه په ګوته سوي چي ٧ يې عمله وو. چارواکي وايي په دې پېښه کي څوک وژل سوي نه دي.