کور / تازه خبرونه / قومندان: قبايلي طالبان په افغانستان کي جنګېږي

قومندان: قبايلي طالبان په افغانستان کي جنګېږي

د قبايلي طالبانو يوه قومندان ولي الرحمن په يوه ځانګړې مرکه کي ويلي چي په زرونو جنګيالي يې افغانستان ته اوښتي دي.
قومندان ولي الرحمن د اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي دوى په وزيرستان کي ماتې نه ده خوړلې له هغې سيمي ځکه وتلي چي په افغانستان کي د نويو راغليو امريکايي عسکرو سره وجنګېږي.
ولي الرحمن په خپله مرکه کي ټينګار کړئ چي د پاکستاني پوځيانو پر ضد به چريکي عملياتو ته په وزيرستان کي ادامه ورکوي او نور جنګيالي به يې په افغانستان کي د امريکا ضد جبهيي جنګونه پر مخ بيايي.