کور / تازه خبرونه / د بغلان سناتور پوليسو وژلئ دئ

د بغلان سناتور پوليسو وژلئ دئ

د بغلان چارواکي وايي د دغه ولايت د ولايتي شورا وکيل او د مشرانو جرګې غړى سناتور محمد يونس (مشهور په شيرين آغا) د پولسو په ډزو وژل سوئ دئ.
د بغلان والي اکبر بارکزى وايي دغه پېښه تېر ماښام هغه مهال رامنځته سوې چي نوموړى خپل کور ته روان وو، د پوليسو د يوې پوستې له پرله پسې غوښتنو سره نه دئ درېدلئ، وروسته پوليسو ټکان پر کړي دي.
تر والي دمخه د بغلان امنيه قومندان کبير اندرابي ويلي وو چي يونس شيرين آغا د نامعلومو وسله والو له خوا وژل سوئ دئ.
په ياده سوې پېښه کي د سناتور موټروان هم وژل سوئ او بل ملګرى يې ټپي دئ.