کور / تازه خبرونه / امريکا: زموږ جاسوسان په پاکستان کي عمليات کوي

امريکا: زموږ جاسوسان په پاکستان کي عمليات کوي

د پاکستان او افغانستان دپاره د امريکا ځانګړى استازى ريچارډ هولبروک وايي په پاکستان کي امريکايي پوځيان وجود نه لري، خو د نورو هيوادونو په شان دلته هم د سي، آى، اې او سپېشل فورس عمليات روان دي.
نوموړي وويل د دوى جاسوسان په قبايلي سيمو کي فعال دي، خو هيڅ يو امريکايي پوځي په پاکستان کي نسته.
ريچارډ هولبروک چي د امريکايي ټلويزون سره يې مرکه کوله وويل: په پاکستان کي د امريکا پټ عمليات په دې معنى نه دي چي ګني امريکا د ويټنام په شان د دغه هيواد د لاندي کولو هڅه کوي، بلکي زموږ موخه د القاعدې او طالبانو له منځه وړل دي او په دې لاره کي د پاکستاني حکومت سره مرسته کوو.