کور / تازه خبرونه / كوټه: ژورناليسټانو د پېښور پر پريس كلب حمله وغندله.

كوټه: ژورناليسټانو د پېښور پر پريس كلب حمله وغندله.

د كوټې ژورناليسټانو نن د يوې احتجاجي مظاهرې په ترڅ كې د پېښور پر مطبوعاتي مركز باندې پرونۍ ځانوژونكې حمله په كلكه غندلې ده او دا يې د بيان د ازادۍ د مخنيوي يوه هڅه او دسيسه بللې ده. ژورناليستانو دا يوه تروريستي حمله بللې ده.

د كوټې لسګونه ژورناليسټان د چارشنبې په ورځ د احتجاج په توګه سړكونو ته را ووتل او د پېښور پر مطبوعاتي مركز يا پريس كلب باندې د سه شنبې د ورځې ځانوژونكې حمله يې د شعارونو په وركولو سره په كلكه وغندله.

ژورناليستانو غوښتنه كوله چې كه حكومت د خپلو چارواكيو د دفترونو مخې ته ګڼ شمېر امنيتي عسكر موظف كړي دي، بايد د ژورناليستانو ژوند هم و ژغوري او د كوټې په شمول د ټول پاكستان د مطبوعاتي مركزونو كلك امنيت دي وساتي. د مظاهرې په جريان كې مي د كوټې د پريس كلب مرستيال مشر عبدالرحمن اڅكزي راته وويل كه د ژورناليستانو په وړاندې هر ډول خنډونه را ولاړ سي، دوى به د حقايقو له را سپړلو را و نۀ ګرځي.

په دې مظاهره كې شريكو ژورناليستانو د حكومت له خوا هم د ځينو ژورناليستانو ګواښل وغندل. د الجزيره ټلويزون خبريال عيسى ترين وايي، د پاكستان د تېرو حكومتونو د ناسمو پاليسيو او ستراتيژيو له امله نن نه يواځې د پاكستان حكومتي دفترونه، بلكې عادي خلك او ژورناليستان هم محفوظ نۀ دي

سره له دې چې په پاكستان كې په بشپړه توګه د بيان د ازادۍ ملاتړ كېږي، خو بيان هم وخت پر وخت د حكومت او ځينو وسلوالو ډلو له خوا ژورناليستان ګواښل كېږي او په ازاده توګه د كار كولو مخه يې نيول كېږي.

د يادونې وړ ده چې د مظاهرې په ترڅ كې د پېښور پر پريس كلب باندې په ځانوژونكې حملې كې په وژل شويو كسانو پسې د دوعا لاسونه هم پورته شول او له حكومته په كلكه وغوښتل شول چې وروسته له هغه چې خداى مه كړه د ژورناليستانو ژوند په خطر كې ولوېږي، حكومت يې بايد مخكې له مخكې د تحفظ او ژغورلو غم وخوري.