کور / تازه خبرونه / طالبانو 8تنه وژلي3 يې ژوبل کړي او 6 لارۍ سوځولي

طالبانو 8تنه وژلي3 يې ژوبل کړي او 6 لارۍ سوځولي

  


طالبانو نن ماسپښين[مرغومي ديرشمه] د ګرشک ولسوالۍ په حيدرآپاد نومي سيمه کې په هغه موټريز کاروان وسله وال بريد وکړ چي نوموړو موټرو د آيساف ځواکونو يوه مرکز ته شګه ليږدوله . د هلمند ولايت دامنيي قومنداني يو تن مسوول افسر چي په کوکه مشهور دي ،  لر اوبر افغانستان ته يې وويل : طالبانو څلور چلونکي ، دوه ساتونکي وژلي او دري تنه نوريي ټپي کړي . د پوليسو په وينا  وسله والو طالبانو  شپږ لاري موټر هم سوي او دوه نوري ويجاړ کړي .


 


په هلمند کي امنيتي چارواکو د طالب وسله والو د مرګ ژوبلي په اړه څه ندي  ويلي ، خو قاري يوسف د طالبانو وياند د پيښي پړه يي په غاړه اخيستي ده.