کور / تازه خبرونه / طالبان: امریکائي میرمن موږ نده تښتولــې

طالبان: امریکائي میرمن موږ نده تښتولــې

د طالبانو یو سیمیز قوماندان  هغه تورونه رد کړل چې ګواکي یوه امریکایې میرمن چې نن سهار د کندهار له ولایت نه تښتول شوي د دوي په ولکه کې ده .


نن مازدیګر د کندهار والي اسدالله خالد یوي ډلي ځایې خبریالانو ته د یوې خبري غونډي پر مهال خبر ورکړ چې د خیر ښي ګڼي له یوې موسسې سره کارمنده 49 کلنه یوه امریکایۍ میرمن او د هغې افغان موټر چلونکې د ښار له شپږمي ناحیې څخه تښتول شوي ده .


د حیات الله خان په نامه یو تن چې په سیمه کې ځان د طالبانو د منځني توان قوماندان بولي په دې تښتونه کې د خپلې ډلي لاس درلودل ردوي او وایې چې طالبانو دا کار ندی کړی .امنیتي مامورین وایې چې دې میرمني له شاوخوا ۴ کلونو راپدې خوا د کندهار په ولایت کې له مختلفو بشرپالو ټولنو سره کار کاوه او هیڅ راز سیاسي څوکۍ یې ندرلوده .د دې خبر تر خپریدو پورې د دې ښځې د خوشي کیدو حال ندی تر لاسه شوی. د کندهار امنیه قوماندان وایې چې د ښار  په مختلفو سیمو کې یې ګزمې او پلټونکي عملیات پیل کړي چې وکړای شي دا میرمن روغه رمټه وژغوري .