کور / خبرتیا او پيغامونه / مينه مياشتنۍ د پښتونخوا له زړه نه په خپروېدو پېل کوي

مينه مياشتنۍ د پښتونخوا له زړه نه په خپروېدو پېل کوي

د مهربان او بخښونکی لوے څښتن په نامه


خپلواکه او ازاده دينی، عقيدتی، قومی، ادبی، کلتوری او اجتماعی پښتو مجله


ژوند چې يې لېلی نه وي مجنون نۀ شي کېدے             روح يې چې پښتون نه وي پښتون نۀ شي کېدے


مينـــــــه عقل نــۀ دے خــــــو بې عقله مينه نۀ ده           داسې يې بېلتون دے چې بېلتون نۀ شي کېدے


                                                         ( حمزه بابارح )


مياشتنۍ   مينه پېښور


چيف ايډيټر: انور شاهين خانخېل                                                  ايډيټر: مفتی شيراز         


دا پښتو مجله به انشاء الله د ١٣٨٧ هجري نمريز کال له وړومبۍ مياشت نه د اسلام، پښتو او پښتونولۍ د سر لوړۍ، ودې او پرمختګ او د پښتنو د يووالی، پېوستون او بېدارۍ په هدف او د مينې ، محبت او ورورولۍ په پېغام سره د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه په خپرېدو پېل وکړي. په دې مياشتنۍ مجله کښې به ګران مينه وال هغه څه لولي چې نن ورته يو پښتون مسلمان اړتيا لری او د پښتنو د زړۀ اواز او د وخت ضرورت دے.


تاسو قدرمن مينه وال هم د قلم د تقدس په خيال ساتلو سره د هر ډول دينی، ادبی، کلتوری، اجتماعی، او عقيدتی ليکنې په نثر او نظم کښې وليکئ او د رسالې د لا ښکلې کولو لپاره يې مونږ ته راولېږئ.


تاسو کولې شئ د خپلې سيمې د ادبی او کلتوری ټولنو ادبی او کلتوری رپوټونه ، خبرونه او خبرتياوې په (( مينه )) کښې د خپرولو لپاره مونږ ته راوليږئ. مونږ به يې په ډېرې مينې سره په مجله کښې ځاے کړو


همدا ډول د قلم خاوندان دې په خپلو کتابونو باندې د تبصرې د خپرولو لپاره پکار دی د خپل کتاب دوه نسخې مونږ ته راولېږی


همدا رنګ تاسو د خپلو روا او جائزو کاروبارونو د ترقۍ لپاره خپل اشتهارونه هم مونږ ته رالېږلې شئ.


ستاسو هر ډول ليکنو، تجويزونو او وړانديزونو ته به سترګې په لاره يو.


د تماس لپاره


پته: دفتر مياشتنۍ مينه معرفت اهلبېت پښتو اکېډيمی غريب اباد روډ شاهين ټاؤن پوسټ بکس 346 پېښور ټېلفون: 7114566  ګرځنده:  03459047584 


برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com