کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په اسلام کښي دفکر آزادي او د کامبخش قضيه

په اسلام کښي دفکر آزادي او د کامبخش قضيه

 شرېعت او د کامبخش شرعي سزا


دمطبوعاتو له لاری خبر شوم چی په مزار شرېف کښي دجرنلزم دپوهنځی ېو محصل ته پدی تور چی له نېټ څخه ېې اسلام ته له سپکاوی ډک ېو داسی مضمون پرنټ اوټ کړی وو چی پکښی دا سوال راپورته شوی وو چی په اسلام کښي ولی ښځی ته دا اجازت نشته چی څلور مړونه وکړی  .
ددې مسلې حقېقت او دجناېت د څرنګوالی دمعلومولو دنده دپولېس او دجناېې څانګی داجرآتی ارګان ده  .  او دامعلومول چی په اصطلاح د اسلام پدی سپاوی کښي دتورن څومره ونډه ده  ؟  خو زه غواړم چی دشرعی له مخی پر ارتداد او د ارتداد پر  اسلامی سزا وږغېږم چی حقېقت څرګند شی  او داسلام پر  نامه له نورو لوبو نه مخه ونېول شی .
دېو دېنی عالم او له جامعه الاسلامېه مفتاح العلوم کراچی نه دلومړی درجی په لاسته کولو سره د دوره حدېث د ترسره کوونکی په حېث زه دا معلومات لرم چی ستاسو سره ېی ګډوم هېله ده چی هغه خلک تری استفاده وکړې چی دداسی مظالمو او جاهلانه دودونو په وړاندی عملې کار کوی  .
لومړی داچی ارتداد څه ته واېی ؟
ارتداد له ضرورېات دېن څخه انکار کولو ته واېې ،ضرورېات دېنی څه دې ؟  دا مسله ډېر تفصېل غواړی  خو زه ېواځی دلته داحنافو دا اصل را اخلم واېې چه که په سړې کښي ۹۹ احتمالات دکفر وې او ېواځی ېو احتمال پکښي داسلام او مسلمانی وی نو اعتبار داسلام او مسلمانی واحتمال ته شته او دېو مسلمان په څېر به چلند ورسره کېږی  .
دوهم اصل دکفر تاوېلی او استدلالی دډول دی  چی پر دلېل ولاړ وی  خو په هرحال که ېو سړی صفا له الله (ج) او ېا له نبی نه انکار وکړی ېا قرآن دخدای کلام ونه منی نو هغه سړی خو بېله شکه مرتد او کافر ېعنی د مسلمانانو دمخلالېفو دکتار سړی دی  اوس سوال دادی چی سزا ېې څه ده  ؟
دفقی ابتداېې کتابونو دا مسله راخستی ده چی که سړی کافر او مرتد شی نو درې ورځی دی بندی کړی شی د اتمام حجت لپاره دی دلاېل ورته ووېل شی چی له خپلې عقېدی راوګرزی که ېی نه منله په څلورمه ورځ دی ووژنی  .
اوس سوال دادی چه که چېری دا سړی دومره معقول او استدلالې وی  او ېا ددومره علم او فلسفی څېښتن وو چی دده اشکال او پر اسلام اعتراض دی قاضېانو او ملاېانو نشو حل کولې او له بل کوم هېواد نه دېو بل زورور عالم دراغوښتلو ضرورت شو او خبره پنځمی او شپږمی ورځی ته ورسېدله نو آېا اوس به داسړی بې اطمنانه او بې اتمام حجته وژل کېږی او ېا آېا دې به له خپلو سوالونو او اعراضاتو سره سره  په زوره توبه ګاروی   ؟
کنه نو هغه د درو ورځو شرط څه شو  ؟
دعبدالرحمن دمسلی پر وخت زه په وطن کښي  په زابل ولاېت دقلات په ښار کښي وم  چی خلکو ېوه لوېه مسله ځېنی جوړه کړه چی دخلکو اود وطن دښمنانو له هغې واقعی څخه ښه ګټه پورته کړه  .
ما زموږ دولاېت د راډېو مسول سېداحمد حېران ته ووېل چی ما پر دی مسلی مطالعه کړی ده دامسله داسی نده لکه څنګه چی په دی اوسنی قضېه دا نېم خوانده او ېا ناخوانده قاضی ډوله  ملا ېان  ېی تشرېح کوی ماته وخت راکه چی زه پر رېډېو ددی مسلې شرعی تشرېح وکړم او ملاېانو ته دلاېل وړاندی کړم  .
هغه بېچاره وعده راکړه چی بېا د نورو ستونزو له امله زما پلار چی په مستوفېت کښی دنده تر سره کوی اجازه رانکړه  .
اصلا مسله داده  چی دا دری ورځی وخت نه ده ته دتوبی ورکولو لپاره دی اونه  دا جرم ددی دری ورځو په تېرېدلو سره سپکېږی او نه اسلام دچا ضمېر د زور او زېاتی او دتهدېد له لاری مطمېنه وی  .  بلکه مسله داده چی قاضېانو ته به په دې دری ورځو کښی دامعلومه شی چی آېا واقعتا هم دا سړی څه علمی اشکال لری او ېا څه استددلالی معېار لری او که نه ېواځی په ټولنه کښي دبغاوت اوګډوډی د جوړولو لپاره دا کار کوی ېعنی له دېنه ېا ددېن له ارکانو څخه انکار کوې  ؟
که مسله لومړنی وه نو بېا په هېڅ وجه دمرګ سزا نشته ولی چی دښځی لپاره داحکم ده چی که هغۍ اسلام پرېښود او مرتدده شوه نو د هغی لپاره دمرګ سزا نشته دهغه وجه داده چی په ښځې کښي دبغاوت ماده او دجنګ وجدل دجوړولو ماده نشته د هغې مسله به حتما علمی استدلالی وی نو ځکه دا اصل او قانون وګرځېد چی هغی ته به د مرګ سزا دارتداد له وجی نه ورکول کېږی  .
درنو لوستونکو ددی مسلې د تفصېلاتو لپاره دشرعی لوېو کتابونه لکه درمختار ، شامی ، مشهوری فتاوا ګانی او نور مدلل ماخذات کتل پکار دی چی اوس مهال ېی دټول استدلالونو له حوالو سره د بېان وخت نشته ېواځی دومره وېل غواړم چی که څوک له ماڅخه ددی دوست دوکالت لپاره په ېو اسلامی اوشرعی محکمی کښی په حېث دېو وکېل ېا د وکېل دهمکار په توګه کومک غواړی زه حاضر ېم  .
زما په فکر که خبره دا وی لکه څنګه چی په مطبوعاتو کښی جرېان لری نو ددی مسلی له ارتداد سره هېڅ اړه نشته دا هسی داسلام پر نامه ېوه ډرامه ده چی طالب اجېران او ېا تش په نامه اسلامسټان ټوپک سالاران به پوره ګټه ورنه واخلی  . 
پر اسلام او شرعی دا ډول اعترضات خو له وخته کېږی چی تنقېد ورته وېل کېږی  ،  جرح او تنقېد خو پر حدېثو هم کېږی هم دحدېثو پر راوېانو بلکه د حدېثو په اصولو کښي خو جرحه مقدمه او تعدېل وروسته دی  . دقرآن ټول اېاتونه په ترتېب ثانی کښي چاڼ شوی دی اوکوم اېاتونه چی پر معېار پوره نوو دتل لپاره له منځه وړل شوی دی  . ځېنی کوتا فکره ملاېان دا استدلال هم کوې چی له دې نه فساد جوړېږی که چېری دومره په ښکاره پر اسلام او دېنی اصلو باندی تنقېدنو کېږی نو زما په فکر که خداېناخواسته دا فساد وی نو بېا خو ددی بنېاد پخپله قرآن کرېم اېښی دی ځکه قرآن په خپلو پاکو صفحوکښي  دکفاره ټول دانکار استدلالونه  پخپله نشر کړې دی  .
شېطان دشېطان صفات دشېطان استدلالونه موږ ته قرآن را ښودلې دی  . اخر دا کوم اسلام چی پر نبی دخدای به خلکو مخامخ تنقېدونه کول او په خپلو دلاېلو به ېی اسلام چېلنجاوه رسول دخدای څوک وژلی او په مرګ محکوم کړې دی  ؟