کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې په ولسي جرګه كې د نوى كابينې د نومانده وزيرانو د كاري پلانونو د اوريدو په بهير انتقاد كړې او په غټو ټكو كې يى دا پوښتنه كړې، چې ولسي جرګه د نوماندو وزيرانو پروګرامونو ته راى وركوي او كه د هغوى شخصيت ته؟
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د دوو نويو وزارتونو د جوړولو لپاره د ولسمشر په اقدام بحث كړې او ليكلي، مخكې له دې، چې ددې وزارتونو تشكيلات د ولسي جرګې لخوا تصويب شي هغو ته د وزيرانو نومول غير قانوني كار دې.
ورځپاڼې په لندن كې د افغانستان په اړه د جوړيدونكې نړيوالې غونډې په اړه هم يو مطلب خپور كړې او پدې ترڅ كې د روسيې دا غوښتنه راخستې، چې پدې غونډه كې د شانګهاى سازمان هم برخه واخلي.
د ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې له وسلوالو طالبانو سره د خبرو مسئله څيړلې او ليكلي، چې ايا لويديځ دې خبرو ته اړ دې.؟

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هغې غونډې بحث كړې، چې په افغانستان كې د ملي شورا د انتخاباتو په اړه د ولسمشر كرزي تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه او ليكلي، چې ښايي دا به ددې انتخاباتو د تيارۍ پيلامه وي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام د انتخاباتو د بهير په افغاني كولو ټينګار كړې او ليكلي، چې له دې كار سره به نه يوازې د هغې په لګښت كې كمې راشي بلكه افغانان به وكولې شي ازاد او عادلانه انتخابات ولري.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې په افغانستان كې د ناټو روان ماموريت هم څيړلې او د هغو ستونزو يادونه يى كړې، چې ددې تړون په وړاندې پرتې دي.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په كابل كې د روسيى د سفير وروستيو څرګندونو ته په اشارې، چې ويلي امريكا په افغانستان كې د پخواني شوروي اتحاد ناكامه تجربې تكراروي، دا سپارښتنه كړې، چې نړيواله ټولنه بايد خپلې ټولې هڅې، طرحې او ستراتيژۍ له افغان چارواكو سره همغږې كړي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د پاكستاني طالبانو د يو قومندان دې څرګندونو ته ځانګړې كړې، چې افغانستان ته يى په زرګونو وسلوال استولي دي.
ورځپاڼې ددې په ځواب كې د امريكا د پوځ د وياند په حواله ليكلي، چې دوى په سرحدي سيمو كې د وسلوالو د كوم فعاليت نښې ندي ليدلي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د خبريالانو د روان حالت په اړه د نۍ موسيسې وروستې راپور خپور كړې، چې په كې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياتيدو يادونه شوې.

اصلاح او انيس:
دې دوو دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې بيا د يو پاكستاني طالب قومندان وروستيو څرګندونو ته په اشارې، چې پكې افغانستان ته د زرګونو پاكستاني طالبانو د استولو خبر وركړل شوې، ليكلي، چې پاكستاني طالبان ولې افغانستان ته راځي.
خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د بيارغونې روان بهير ته كتنه كړې او پدې ترڅ كې د بنسټونو بيارغول يى خورا ضروري بللي دي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د ژمي رارسيدو ته په اشارې د بيوزلو خلكو ستونزې څيړلي او پدې ترڅ كې له شتمنو خلكو نه غوښتي، چې د بې وزلو د شتو ستونزو په هواري كې د هغوى لاس نيوې وكړي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د طالبانو د فعاليتونو په اړه په يو مطلب كې د وشنګټن پوسټ ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې طالبانو په ځينو ولايتونو كې خپلې ټاكنې پيل كړي.
په ورځپاڼه كې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د ويستلو لپاره كيدونكو بحثونو ته په اشارې د شپيګل خپرونې په حواله ليكلي، چې له وتلو مخكې بايد له منځ لارو طالبانو سره خبرې وشي.