غزل

36 | دسمبر 24th, 2009


موږپښتانه يودهرڅه له مخه جنګ غواړو
نه په ثواب نه په عذاب يوداغورځنګ غواړو
ساقي پياله راډکوه اوس لابې هوښه يوموږ
بس په تش نوم درسه پياله ډکه دبنګ غواړو
زموږدغه کلی دبې دردوانسانانوکلی
نه موزاهدنه متصف اونه ملنګ غواړو
مطربه بياداسي خوشحالي نغمې وږغوه
په مست شهبازمسته نغمه درسه په شرنګ غواړو
داستاپه درکي موخالقه تاته څه کړي دي
نوم دشهيدحوري جنت اوسورپلنګ غواړو
زه مينه يار کوم داسوال خالقه ستاپه درکي
لاندي ترعرش ګلونه فرش دجانان څنګ غواړو

Copyright Larawbar 2007-2024