غـــــــزل

36 | دسمبر 24th, 2009


عجب زړګى مي هيڅ كرارنه مني
كلی مي پرېښوداوس بازارنه مني
خمارخماروي محبتونه غواړي
يورب مني خوبل بادارنه مني
سرمي پيدادی دمنصورودارته
چاړه مني دګلوهارنه مني
كله چي وكړي دراتللووعدې
نوبيادميني انتظارنه مني
خپل افغانان به سره غاړه وركړو
غيوروجدان مي توراغيارنه مني
زموږپه منځ كي چي نفاق راولي
داسي دوه مخی دوست غدارنه مني
چي پكښي نه وي دوحدت خبري
د(مجروح)زړه داسي اشعارنه مني

Copyright Larawbar 2007-2024