د توروسره اوښكي

36 | دسمبر 24th, 2009


خسوف چي موسپوږمۍ راوړي دستوروګناه نده
كه خپله سره ورك سولو دنوروګنا ه نده
چي لفظ داتفاق ئې په نفاق وي پېژندلى
وچاته ملامت وايو دتورو ګناه نده
داګران كه مو پلورله دليلام په سووچيغو
دعقل څه به ژاړو دخونخورو ګناه نده
ساروان دقافلو كه دمنزل لاره خطا كړه
كه ويښ وه كه بيده وه دشوكورو ګناه نده
كه لمرراته ښكاره كړلې داخپل سايي بدلي
نوخپله بدل سوي يو دسيورو ګناه نده
چي واردزولنو سو په اختيار ورسره ولاړو
زندان ته چي خندل مو دسرزورو ګناه نده
لاهو چي موسرونه كړل ددې تورو په غيږ كي
دسپينو موتوبې دي دمخ تورو ګناه نده
همدرده كه دښكلوسره مينه دقسمت وي
پرمخ ئې دولول زلفو سمسورو ګناه نده

Copyright Larawbar 2007-2024