کور / شعر / غم ځپلى يتيم

غم ځپلى يتيم

نن ئې په ياد توي كړې سپېڅلي اوښكي
دپردېسی په اورسوځلي اوښكي
دګران شهيد بابا مزار ته ناست دی
له يتيم څاڅي غم ځپلي اوښكي

وای با با جانه خوشحالي مي تللې
زندګي ګرانه سوكالي مي تللې
ستا درحلت سره هرڅه لاهو سول
دغم اسير يم اذادي مي تللې

په ځورېدلې لهجه داسي وائي
درومي ګريوان ته څڅېدلي اوښكي
هوس وخيال رانه غمونو يوړل
هستي اومال رانه تربرونو يوړل

زه اوموركۍ مي اوس خيرات ټولوو
څه دي بابا اوڅه دي وروڼو يوړل
اوس بېله ربه هيڅ اسره نلرو
پرسپن جبين ئې بهيدلي اوښـكي
اوس مي ټول خلګ يتيمګى يادوي
مابې قريبه ليونى يادوي
خپل اوپردي رانه ټول كركه كوي
له انسانيت نه مي پردى يادوي
دغه مي حال ديتيم توب بابكه
ځكه خادم دي زما ليدلي اوښكي