کور / تازه خبرونه / د پېښور د چاودني جزيات

د پېښور د چاودني جزيات

له پېښور څخه ورکړل سوئ تازه خبر وايي د نن سهار په هغه چاودنه کي چي د صدربازار د سټيټ لايف بلډينګ مخته سوې، دوه تنه وژل سوي او شپږ نور ټپيان سوي دي.
د پښتونخوا ايالت وزيراعلى بشير بلور دغه چاودنه تائېد کړې او وايي دا د يوه موټرسايکل ناستي ځانمرګي له خوا ترسره سوې ده.
په پېښور کي وړمه ورځ د پريس کلب مخته هم چاودنه سوې وه، چي څلور تنه يې وژلي او ١٥ ټپيان کړي وو.