کور / ترخې خبري / آیانوې ستراتیژي همداده ؟

آیانوې ستراتیژي همداده ؟

له تیروڅوکلونو راپدیخوا چې امریکایانو په افغانستان کې داور اووینو لوبه پيل کړې اوپه دې لړکې یې دپوځي بریا دترلاسه کولو لپاره ټول امکانات کارولي دي تراوسه یې ظاهرا دبریالیتوب کوم څرک نه دی لګولی دوی دافغانستان په خاوره دغه لوبه دوروستیو پرمختلییو وسلو له استعمال سره پيل کړه لومړی یې کروز میزایل په هیواد راوویشتل بیایې په وړاند ې د مقاومت لیکې دفرشي بمباریو اوډيزي کټر په نامه ددرنو بمونو ترګزارونو لاندې ونیوې دغه را ز دډار او وحشت دتولید لپاره یې قصدا ړندې بمبارۍ هم پيل کړې اوهغه مهال چې افغانستان دنړۍ دمطبوعاتو له سترګو پناه وه بې شمیره کلي له شته انسانانو سره ترخاورولاندې کړل چې تراوسه ترې بشري تاریخ ناخبره پاته دی .
بیاکله چې یې په دې خاوره یوڅه دپښو ایښودلو او پیاده عملیاتو موکه ومونده نود کمونیستي استخباراتیانو غوندې یې دنیمې شپې چپاوونه پيل کړل دیرغل په لومړیو کلونو کې هغه مهال چې زمونږ په سیمه کې په امریکایانو چا یو ډز هم لانه وه کړی دوی په ګڼو ناخبره ولسی کلیو چاپې واچولې اویوازې دپخوانیو ارتباطاتو په تورونو یې ډېر تنکي ځوانان اوسپین روبي دګوانتانامو ترزندانه ورسول .ددوی همدااعمال وه چې اولس یې ددوی په وړاندې یوې ترسرلوړې جګړې ته مجبورکړدمسلح جهاد له پيل سره ددوی دمظالمو لپاره هم ښه بهانه په لاس ورغله اودلته یې نو تربیلابیلو نومونولاندې دعملیاتو په پيل سره دمظلوم افغان ولس دځور او محکومولو یو نوی باب پيل کړ .
په تیرو کلونوکې دوی دعملیاتو اوورسره دسرتاسري ظلم او تشدد هرډول اوقسم تجربه کړهوايي بمبارونه ،دزهرجنو بمونو استعمال ،دکورنو تلاشۍ ،دسپيانو په واسطه دانسانانو ذلیلول اووېرول ،عامه لوټ او تالان اوداسې نور زړه دردوونکي مظالم یې ټول په دې مظلوم اولس ترسره کړل خوخپل هدف چې دناروا اشغال پرې منل وه ترې ترلاسه یې نکړای شو .
په دې وروستیو کې چې دلته له راغلیو ټولو یرغلګرو څخه دبریالیتوب چل او چاره ورکه وه نو نوي امریکايی ولسمشر بارک اوباماته یې سترګې نیولې وې چې که ددې سترې ناکامۍ دجبران لپاره یې یوڅه دخټوپوزه ورپيداکړه اوباماهم دخپل نوي پوځي قومندان په مشوره نوې ستراتیژي اعلان کړه چې افغانستان ته به پوځي سامان الات الوتکې څرخکې او پیاده سرتیري زیاتوي اوددې ستراتیژۍ له اعلان سره هم مهال امریکايی ځواکونو په افغانستان کې ددې پلان ددتطبیق اتلس میاشتنی دور هم پيل کړ اوورسره امریکايی جنرال مکرسټل دالاپه هم ووهله چې ددې عملیاتو په نتیجه کې به په راتلونکو اتلسو میاشتو کې دافغانستان وضعیت دځان په ګټه واړوي او پوځي بریابه یقیني کړي .
مګراوس چې دغه عملیاتي دور پيل شوی دمتاثرو سیمو ډیری او سیدونکي وايي چې دجنرال مکرسټل نوی پلان سوچه عام وژنه ،دوېرې اووحشت خپرول ،ولسي ځور اودعامه شتمنیو لوټ اوتالان دی .دهغومعلومات له مخې چې دافغانستان له بیلابیلو سیمو څخه ترلاسه شوي دیخنۍ دموسم دپيل سره سم امریکایي پولنډي برطانوي اودنورو هیوادونو ځواکونو په ولسي کلیوالو سیمو کې په سخت وحشت لاس پورې کړی له کنړه نېولې بیاتر اوزبین ،لغمان ،نرخ ،سیداباد ،زرمت ،خوست ،قره باغ ،کټواز ،وازیخوا،دایچوپان ،قندهار نوزاد او بیادبادغیس تر بالامرغابه پورې دهیواد له زیاترو سیمو نه اولسي خلک وايی چې له څه مودې راپدیخوا ددوی په سیمو دبې پيلوټه الوتکو ټیټ پروازونه اوچورلکو له لارې چاپې زیاتې شوې دي چې هره ورځ ددې سیمو دبې دفاع وګړو کورنۍ دویرپه ټغرکینوي .
دلته به دبیلګې په توګه دپکتیادزرمت دولسوالۍ دیوه اوسیدونکي دسترګو لیدلی حال واورو چې وايي !له تیروڅواونیو راپدیخوازمونږپه سیمه دبي پيلوټه الوتکو پروازونه بیخي زیات شوي دي دغه راز چاپې هم ډيرې شویدي اوهره شپه په یوه کلي یاکورباندې امریکایان کوز شوي وي نوموړي څلورداسې موارد یادکړل چې امریکایانو چاپې اچولې اوپه هرځل یې یوازې بې ګناه کلیوال ځورولي اویاشهیدان کړي دي دی وايي لومړۍ یې دزرمت دشاکریز په کلي کې په یوه کور دچورلکوله لارې چاپه واچوله او دوه تنه بې ګناه کلیوال یې یووړل بله شپه یې د روحاني بابازیارت ته نزدې دسرمست خیلو په کلي کې درحم الدین په نامه یوعام سپین ږیری افغان له ځانه سره یووړ او دده اتلس کلن وراره فضل الرحمن چې دښوونځي زده کوونکی وه هغه یې په شهادت ورساوه له دې وروسته یې دزرمت دسهاکو په سیمه کې هم دپان او عالم خیلو په کلیو چاپې واچولې کلي یې په نیمه شپه محاصره کړل اوبیایې چې چاته زړه وه هغوته یې زولنې ورواچولې او څرخکو ته یې وغورځول چې بیایې ترننه چاڅرک نه ده لګولی چې په کومه پي آرټي کې بندیان دي .
دغه راز دنوموړي دویناله مخې دبې پیلوټه الوتکو (چې ولسي خلک یې بونګنې یابوزبوزکې تیارې بولي ) همیشني پروازهم خلک له ډيرې وارخطایي سره مخامخ کوي دچورلکو ډيرټيټ الوت دکوچنیانو له کړولو او ویرې سربیره بې وسه کلیوالو ته ځینې نورې ستونزې هم ورپيښې کړیدي څرنګه چې دپیو غواوې اونورکورني حیوانات دولسي افغانانو دژمي ستره پانګه بلل کیږي چې مړۍ یې پرې لمده وي مګر دتیرو څوکلونو په څیراوس هم کله چې دیرغلګرو پوځي چورلکې دولس میشتو کلیو دپاسه ټیټې الوتنې کوې نوزیاتره حیوانات له ویرې خپل حمل له وخت نه مخکې ضایع کوي چې داډول ضیاع بیا دیوې غریبي کورنۍ په اقتصاد مرګونی ګذار بلل کیدای شي .زماپه یاد دي چې څوکاله وړاندې یوحکومتي والي زمونږ سیمې ته راغلی وه اوله خلکو یې دخپلو غوښتنودمطرح کولو وپوښتل .یوه سپین ږیري ورته په ډيره دردیدلې لهجه وویل چې امریکایان پوه کړه چې څرخکې لږ لوړې ګرځوې ځکه زمونږ غواوې میږې اونورحیوانات ترې سخت ویریږي .په هرحال .داخو یوازې زمونږ دیوه وطنوال دسترګولیدلی حال وه حقیقت دادی چې په زیاتره جنوبي ولایاتو کې چې همدااوس دجنرال مکرسټل دپوځي وړتیا دتجربې په ډګر بدلې شوې سیمې دي اوس حالات پوره ځورونکي دي دنوزاد عملیات چې ټولې رسنې ترې یوازې دطالبانو دمرګ ژوبلو راپورونه لري یو اوسیدنکی یې وایي چې دعملیاتو له پيل راپدیخوا په هغو ړندو توغندیو چې دښورآو له پوځي اډې نه یې امریکایان دې ولسوالۍ ته راولي ترسلو ډير ولسي خلک پکې شهیدان شویدي دغه راز ګڼ کورونه پکې نړیدلي دي .
دسیمې خلک وايي چې دامریکایانو دعملیات ځکه دمقاومت په ماتولو کې کوم رول نه شي لوبولی چې ټول زوریې اولسي خلکو ته متوجه دی او تراوسه یې کوم ښکاره لاسته راوړنه هم نه ده درلودلې .
که پورتنیو حقایقوته وګورو ویلای شو چې بیاهم دنوې ستراتیژي په نامه اعلان شوی پلان هماغه زوړ وحشت دی چې په نویو امکاناتو اوسرتیرو په ګمارلو سره له سره پيل شوی بیاهم په ولسي خلکو بمباردی ولسي وګړي دزندان تورو شپوته بیول کیږي اوکورونه یې لوټ کیږي دغه راز ویلای شوڅرنګه چې دمکرسټل پلان عیني هماغه پخوانۍ کرداردی نوپایله به یې هم لزوما هماغه پخوانۍ وي .
زمونږ باوردی چې دیوځل بیاوینو تویولو اوکورونو ورانولو په مټ به اوباما او مکرسټل ونه توانیږي په دې اولس خپل ناروا حاکمیت ومني نوې ستراتیژي به دبشردتاریخ په سترو قاتلانو کې دوه نورو نومونه (اوبامااومکرسټل )هم ورزیات کړي اونوربه له همیشنۍ شرمندګۍ نه سوا دوی ته هیڅ پایله په لاس ورنکړي .

تبصره نسته

  1. قاري صیب ښه تجزیه کړې هیله ده نورخبریالان اوپښتانه لیکوال هم دخلکو ستونزې او ورپیښ مشکلات رابرسیره کړي .په کلیوالو سیمو کې رښتیاهم امریکايی یرغلګر کله ناکله داسې نادودې او تجاوزات کوي چې انسان ورته حیران پاته کیږي .دپکتیاولایت دځدراڼو اوزرمت سیموته که سړی ولاړشي اویو عام کلیوال وپوښتي نوداسې ناخوالې او ناترسه کیسې به ترې واوري چې بیابه غربت ،وروسته پاتې والۍ او وران وطن قبول کړي خو دلته دامریکایانو حضوربه ونه مني تاسې باور وکړئ چې ددغو کلیوخلکو دروسانو دظلم زغم درلود خو دامریکایانوپه هیڅ قیمت نلري دروسانو په باره کې دامشهوره وه چې دتلاشۍ په مهال چې په کومه کوټه کې ښځې وي نوهغه نه تلاشي کوي او حتی نه ورګوري ځکه دوی ددې موضوع له حساسیته یوڅه خبروه مګرامریکایانو چې دلته دنیمې شپو په تلاشیو کې څه کړي اوکوي نویوخدای پرې ښه علم لري .بس هرڅوک دې دادعاوې کوي چې خدای دې ناموس امریکایانوته نه پاته کوي افغان کلیوال پښتو او پیغور نیولي چې ددې انساني ځناورانو له اعمالو پرده نه پورته کوي ګنې دوی چې دسپین لمنو مسلمانو له عفت سره کومې لوبې کړې دي تراوسه نه وې شوې زه داسې وروڼه پيژنم چې یوازې دې خبرې له امریکایانو سربایلونکې جګړې ته راکاږلې چې هغوی یې په مخکې پیغله خورورتلاشي کړې ده نوځکه یې غریبکاري پرې ایښي او ټوپک ته یې لاس کړی ښايي دابه دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دکمپیوتر ترشاناستو ډیرو ځوانانوته دفهم اوتوجیه وړنه وي خوکه درښتیني مسلمان اوبیایوه پښتانه دغیرت اوانتقام له احساس څخه خبرشي ،نوښایی ویې مني .
    داباید ومنو چې زمونږ ټولنه ډيرداسې ارزښتونه لري چې بیه یې ترژوند لوړه ده کله چې هغه ارزښتونو ترپښولاندې کیږي نودډيرو لپاره بیاژوندهم بې معنی کیږي .
    داخبرې دپورته لیکنې په اړه زما احساس وبولئ .خدای دې وکړې چې ددیموکراسې یانورو مختلفو ایزمونو ډنډورچیان راباندې راغورځارنه شي .
    ځارترکلي
    ځارترځوریدلو کلیوالو
    له ښاره په کلیواله مینه

  2. نوې ستراتیژۍ، یوه بله کورنۍ هم ویرجنه کړه

    څوورځې وړاندې هم مطبوعاتو داسې راپورونه درلودل چې دافغانستان دجنوب په ډیری سیمو کې دامریکایي ځواکونو ړانده چپاوونه او ژمني عملیات پیل شوي چې له دې جملې دپکتیاولایت هم وه څنګه چې ددې ولایت زیاتره سیمې دازادو رسنیو ترپوښښ لاندې نه دي اوکه کوم خبریالان شته هغه هم حقایقو ته ډيرلږ لاس رسی لري نوځکه دلته په لرې پرتو سیمو کې دامریکایانو له خوا دعملیاتوپه نامه دپيل شوي ظلم ډيرې پیښې همداسې ګونګې پاته کیږي او دنیا یوازې په هماغه څه باور کوي چې درواغجنه میډيایي وايي .دلته که پخوا هرځل ولسي خلک په شهادت رسیدلي نو مطبوعاتو دامریکایايی ویاندویانو له قوله دمجاهدینو دتلفاتو ذکرکړی دی او دملکي خلکو دتلفاتوپه اړه ټول حقایق پټ ساتل شوي دي .
    په دې لړکې تیره شپه (دچهارشنبې شپه )هم امریکایانو دپکتیادزرمت ولسوالۍ دګلداد خېلوپه کلي کې عملیات درلودل دنړۍ اوهیواد ډیری خبري ادارو ته ددښمن دکرایه شویو ویاندانو له خولې ویل شوي چې په دې عملیاتو کې یې دطالبانودیوه قومندان په شمول دری تنه وژلي او نوریې له ځانه سره وړي سره له دې چې حقایق هغسې نه دي لکه دوی چې وايي .
    دسیمې د اوسیدونکوپه ویناچې نن ددې پیښې په اړه په مظاهره راوتلي وه حقیقت داسې وه چې امریکایانو دپخوانیو ړندو عملیاتو په تعقیب تیره شپه هم دزرمت دګلداد خېلو په کلي کې په یوه کورچاپه اچولې چې په ترڅ کې یې دیوې کورنۍ دری تنه غړي وژل شوي اودوه نورچې ټول غریبکاره خلک دي امریکایانو له ځانه سره وړي دعیني شاهدانوپه ویناامریکایانوپه دې کورنۍ دچپاوپه مهال لومړی دکلادروازه الوزولې اوبیایې کوراوکوټو ته په داخلیدو ډزې کړې دي چې دری تنه دکورنۍ غړي یې ویشتلي دي په شهیدانو کې ۴۰ کلن دین محمد ۳۰ کلن ګل محمددوی دواړه غریبکاره خلک وه چې ټوله ورځ به په کروندو کې بوخت وه اودریم تن ۲۵کلن حاجي عبدالولي نومیده چې څه موده وړاندې دسعودي عرب له مسافری نه په رخصتۍ کورته راغلی وه چې له شهادت وروسته یې دڅوتنو اولادوپه شمول دوه ناوې ښځې هم بې سرپرسته پاته دي .
    دغه راز یرغلګرو دکورنۍ دوه تنه پاته نارینه شیرمحمد اوډاکټر شامحمد چې دزرمت دوترنرۍ په کلینک کې کارکوي له ځانه سره ژوندي وړي دي .دشاوخواکلیو خلک چې ددې شهیدانوپه جنازه کې یې ګډون کړی وه ویل یې چې امریکایانو له وژلو وروسته دشهیدانوبې حرمتي هم کړېده او په سترګواومخ یې په مرمیو ویشتلي دي .
    دیادونې وړده چې دپخوانیو پیښوپه تعقیب دامریکایانودې نوې تجاوز په اولس کې سخت عکس العمل اونفرت راپارولی اوترنامعلومې مودې پورې دسیمې ټولو خلکو دولسوالۍ بازارته له ورتګ څخه انکار اعلان کړی .

  3. (ع حکمت )

    پرون مې دوې نوې نادرې ترغوږشوې بینواوېب پاڼې په خبري برخه کې لیکلي وه چې دطالبانوویاند قاري یوسف احمدي خبرورکړی چې دسنګریارپه نامه هغه کس چې له ډيره پخوابه یې کله ناکله سیمیزو خبریالانوته تلیفونونه کول اودمرګ ګواښونه به یې ورته کول مجاهدینونیولی او درنه سزایې ورکړیده د دې پیښې جزیات زمالپاره هم جالب ول نوځکه مې په دې باره کې نورمعلومات هم وموندل .دپیښې ماهیت داسې وه چې یوتن چې دکندهاردارغنداب اوسیدونکی دی ځان سنګریاربولي اوظاهراترکومې ډلې پورې تړاو نلري له څه مودې راهیسې به یې له بیلابیلوشمیرو بیلابیلو خبریالانوته تلیفونونه کول ځان به یې لوړپوړی مجاهدورته معرفي کاوه اودخبرونو دسم ناخپراوي له امله به یې ورته سپکې سپورې اودمرګ ګواښونه کول نوموړي په کندهارکې دازادۍ اواشناراډيو دخبریالانوسربیره نورډيرخبریالان هم ویرولي ول تردې چې یوځل یې په پيښورکې مشهورخبریال نجیب عامرته هم زنګ وهلی وه .دنوموړي ددې بې مسولیته کارپه اړه خبریالانو دمجاهدینو ویاند قاري یوسف احمدي ته خبرورکړی وه چې هغه هم ورته ډاډورکړی وه چې تاسوترې باک مه وړئ مونږ به یې په وخت سره چاره وکړو .
    له هماغه وخته راپدیخواپه نوموړي پسې دمجاهدینو څرک روان وه تردې چې څوورځې وړاندې دسنګریارپه نامه دغه (جعلي مجاهد)مجاهدینوته په لاس ورغی .داحمدي په وینانوموړي ته یې دخپلو کړیو اعمالو له وجې درنه سزااوتعزیر ورکړی اوله سختو ضمانتو اخیستو او توبې کښلو وروسته یې خوشی کړی دی .
    دغه راززمالپاره بلې جالبې چې پرون مې واوریده هم دژورنالیستانو له ژوندسره اړه درلوده .خبر شوي به یاست چې پرون دګردیزپه ښارکې څوتنو فدایانو دامنیې قومندانۍ په ودانۍ بریدکړی ،احسان مهجور په ګردیزکې دبي بي سي خبریال دی نوموړي ددې پیښې په اړه خپلې راډیو ته راپورورکړی وه اودعیني شاهدانو له قوله یې دوژل شویو پولیسو شمیر دومره ښودلی وه چې دوالي دویاند (سمون )له ادعاسره یی سمون نه درلود په همدې جرم دګردیز داستخباراتو اوپولیسو چارواکو احسان مهجور دټوپکو دمیلانو اوکونداغونوترګزارو لاندې کړ او مضبوط یې وواهه .
    دوهلو اوتعزیردادوه پیښې به دافغانستان غوندي په مرګوني اوجګړیزهیوادکې رښتیاهم کوم خبري اهمیت ونلري خودلته دژورنالیستانوپه وړاندې دچلند اوتعامل په اړه ډیرې پوښتنې ځوابولی شي اوکه سړی ورته دتعصب اوغرض له عینکوپرته په رډو وګوري نو دازادژورنالیزم په وړاندې غوره شوي مختلفې موضعیګرۍ ورته جوتیدای شي .ګورئ !مطبوعاتي بهیریاڅلورمه قوه په افغانستان کې له بنسټه یوطرفه ده ټولې خبري ادارې رادیوګانې اوټيلویزونونه دحاکم لوري له خوااوګټوته په ژمنتیاپه کارلویدلې له هماغې خوا تمویلیږي او پالیسۍ ورته ټاکل کیږي اودبیان دازادۍ دنړیوالو کڼونکو شعارونوسره سره مقابل لوري ته هیڅ دغږاوچتولو فرصت نه شي منل کیدای نودې وضعې خو اصلاداایجابوله چې له لویه سره ددولت له خوا دازادومطبوعاتو په نامه په کارلویدلې میډیاته هم دیوې تبلیغاتي جبهې په سترګه وکتل وشي اوددښمن دیوې مهم ځواک په توګه ورسره برخوردوشي .مګر دې ټولو انکارنامنونکوحقایقوته په پام سره مجاهدینوپه تیروڅوکلونو کې ثابته کړې چې دوی ځانونه له ژورنالیزم اوژورنالیستانو سره په وړچلند ژمن بولي اونه غواړي چې دمطبوعاتي بهیرپه شنډولوافغانان اونړۍ سره بیل کړي .په دې اړه دمجاهدینو قیادت لوی استقامت اوګذشت زغملی اوتروروستۍ کچې یې هڅې کړې چې دژورنالیستانو دکارپه اړه مشکلات جوړنکړي چې په دې لړکې دسنګریار دغه تازه پیښه هم دیاد وړده مګر له دې سره سره که چیرې دژورنالیستي ادارو پالیسۍ اویاددوی دځینو کارکوونکو څرګندونې اورو سړی ورته هیښ پاته شي دوی سره له دې چې هره ورځ له دولتي سانسور دوالیانو امنیه قومندانانو اواستخباراتي چارواکو له سپکو سپورو وهلو ډبولو اونورو ستونزو سره مخ دي اودمجاهدینوله لورې ورته تراوسه هیڅ کوم دپام وړ مشکل نه دی جوړ شوی مګربیاهم ډيرځله مجاهدین دخپل کارپه مخکې ستر خنډبولي او بیلابیل تورونه پرې لګوي .
    سړی نه پوهیږي چې اخرمجاهدین له دوی سره څه وکړي ترڅویې شکایات رفع شي همدااوس خو چې څومره زمامعلومات دي ژورنالستان سره له دې چې ټول راپورونه دمحلي دولتي چارواکو په مزاج اوطبیعت جوړوي اوډيرځله خو مطبوعاتي ارونه هم ترپښولاندې کوي مګربیاهم ورته دمجاهدینو له خوا کوم جدي ګواښ یاستونزه نه ده متوجې ترڅوددوی کاروننګوي .که همدااحسان مهجور راواخلو دی دیوې برطانوۍ خبري ادارې (بي بي سي )خبریال دی کارپه ګردیزکې کوي مګر کوریې دزرمت ولسوالۍ دسهاکو دسیمې په غني کلاکې ده داهغه سیمې ده چې له پنځوکلونو راپدیخوایې واک دمجاهدینوپه لاس کې دی ځکه دولتي واک خو دګردیزله ښاره لویدیځ ته یوازې دلرګوتراډې رسیږي اوله هغه آخواته طالبان پیلیږي مهجورسره لدې چې په راپورونوکې دزرمت دمجاهدینولس فیصده فعالیتونه هم نه راخلي اونه یې رواهیلوته ځواب وايی مګر بیاهم هره ورځ ازاد کورته ځي اوتراوسه داسې نه دې پیښ شوي چې دسیمې مجاهدینوته دې ورته تندی لا تریو کړی وي .داهسې یوه بیلګه شوه زمادمعلوماتوله مخې هرځای وضعیت همداسې دی مګرپه ډیرتاسف چې بیاهم له مجاهدینو سره په تعامل کې ژورنالیسانو ترډيره خپل مسولیت نه دی اداکړی دوی بیاهم هماغه تبلیغات کوي اوبې ځایه سرټکونه ترې کوي په تیره موده کې هغه مهال چې دمجاهدینو مقاومت لا پاشلی او خپور وه دنه هماهنګۍ له وجې ښایي ځیني ستونزې وې مګر اوس که څوک په دې اړه بهانې جوړوي اوتبلیغات کوي ښایي اخلاقي نیمګړتیاوبلل شي .
    یوه بله دتاسف وړخبره خولاداده چې ځیني خبریالان خوقصدا هڅه کوي چې مجاهدین دځان په وړاندې وپاروي ترڅو دهغوپه ترټلو له سیمیزو چارواکو کریډټ ترلاسه کړي څه موده وړاندې دمیرویس جلالزي په نامه یوه ژورنالیست په دروغو لیکلي وه چې په کندوز کې طالبانو له لسو تنو پولیسونه سرونه پرې کړي دي ددې راپوردسمون لپاره دمجاهدینو یوه مسول له نوموړي سره اړیکه ونیوله چې داراپورحقیقت نلري نوباید چې اصلاح شي نوموړي انکاروکړ خو کله چې ټینګارباندې وشو نوهغه ،هغه دچاخبره نه یې وړه اونه یې راوړه او بې واره یې کړه چې (نه یې سموم ماسرپه لاس کې نیولی لاس دې خلاص اوتوره دې تیره ) زماله انده خو داډول دریځ نیول پرته له دې چې دخبریالانو خپل شخصیت اوکاراغیزمن کړي نورهیڅ نتیجه هم نشي درلودلای .
    زمونږله انده نورخبریالان باید دیوه محسوس حقیقت په توګه دروان جهاد اومقاومت شتون درک کړي دابه ډيره دتاسف وړوي چې دغرب اونورې نړۍ معتبرې نشریې دمجاهدینو مقاومت ته دیوه انکارناپذیر حقیقت له زاویې ګوري بیلابیل اړخونه یې څيړي تبصرې پرې لیکي او کله یې هم له پامه نه غورځوي مګر په کوردننه بیاورته یوازې دیوه موسمي او سطحي حرکت په سترګه کتل کیږي .
    نورښایي ددې وخت رارسیدلی وي چې افغان ژورنالیستان دمجاهدینو په وړاندې دوړتعامل حقیقت درک کړي اوپه دې برخه کې خپل اخلاقي مسولیت سرته ورسوي .بې ځایه تورونه او غرضي چلندپرته له دې چې دوی داکثریت افغانانوپه وړاندې جفاکارمعرفي کړي بله لاسته راوړنه نه شي درلودلای اومجاهدین هم باید په دې ځان مکلف وګڼي چې خپلو داډول اقداماتو ته چې دژورنالیستان اعتمادجلبولای شي لادوام ورکړي اوپرې نږدي چې ځیني غرضي فرصت پرستان یې اعتبار ور سبوتاژ کړي .

    دافغانستان دخپلواکۍ په هیله

  4. اوباماامريكاكې دجمهوري رياست ټاكنې د بوش د جنګې عمل خلاف په آواز پورته كولو سره وګټلې دملك واګې يې په لاس كې واخستې خو دده دكار د مو دې په نظر كې نيولو او عملكرد سره قاطع سړى نه معلوميږي يا دا چې خپله بې زړه او د كمزورې ارادي خاونددى يا هم د يهودي سرمايه دارو كړيو تر تاثير لاندى واقع شوى دى .

    دافغانستان د بحران په هكله تصميم او د ستراتيژۍ اعلان چې له يوې خوا له ديرش زرو زياتو عسكرو راليږل او د بري په حال كې روان جهاد ماتول ،او دخپلو غلامانو تر څنګ تر هغه پاتې كيدل چې مزودره اردو او پوليس دخپلې دفاع جوګه شي چې دا ورته ناممكنه ده له بلې خوا په اتلسو ميشاتو كې دخپلو فوحيانو دبيرته ستنيدو د پيل خبره د ده د ستراتيژۍ مهمې برخې تشكيلوي ، چې دا په يوه ګذار د وه نښې ويشتل دى . اوباما غواړې چې د بوش پلويانو يعنې جمهوري خواهانو ته چې په افغانستان كې د پاتې كيدو او د لا زياتو وژنو او ورانيو طرفدار دې د ديرش زره نورو اضافي عسكرو په راليږلو سره وښيې چې دادى ګواكې دهغوئ پاليسي تعقيبوي، له بل پلوه ديموكراتانو او هغو كسانو ته چې نه غواړې د امريكايې عسكرو زيات ثابتونه ووينې او يا هم لدينه زيات افغانان په شهادت ورسول شي د يو نيم كاله په دوران كى دامريكائې عسكرو د بيرته ستنيدو خبره دښه نيت په توګه ورته څرګنده كړي .

    حال دا چې خپله اوباما ته دا ښكر په ښكر پاليسى په خپله امريكا په تيره بيا په سنا كې لويه سرخوږي راپيداكړى د يموكراتان د ديرش زره عسكرو ليږل د افغانستان ته غير موجه بولې او لدې ستراتيژۍ ناراضه دې او له بلي خوا جمهوري خواهانه په اتلسو مياشتو كې دامريكائې قواوو د بيرته ستنيدا خبره غندې .

    اوباما به دخپلي ناقصې پاليسۍ ، زړه نا زړه توب او لدې كبله ور په برخه شوي سرخوږۍ سره پريږدو او و به ګورو چې څه ترې راوځې ددغې ستراتيژۍ علمي كيدو ته په يو لنډ شان نظر واچوو .

    داوباما امنيتي مشاور، د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا خاص استازى او د امريكا بهرنيو چارو د وزيرې د اوباما له اعلان كړى شوي ستراتيژۍ څخه تحليل او تفسير دا دى چې امريكائې او دناتو قواوې به تر هغه په افغانستان كې موجودې وې تر څو چې د كابل د لاس پوڅې فاسد حكومت بقا تضمين شوي نوې او په اصطلاح افغان فوځ او پوليس دخپلې دفاع توان نوې تر لاسه كړى .

    پدې صورت كې د امريكائې فوځ د بيرته ستنيدا داعلان مسئله دعامه ذهنيت له تيرايستلو پرته بله معنى نه لري افغان فوځ او پوليس دجنګ سوژه نلري هغوئ هم پوهيږي چې دڅو ډالرو په مقابل كې خپل هيوادوال پرې وژنې ، چې دې كم همتۍ ته زياته ادامه نشي وركولى هغوئ وينې او ګوري چې د دوئ تر مخ صليبي وحشي فوځيان د مظلومو او بې دفاع افغانانو په كورنو ورننوځې ښځې واړه او زاړه په پوره درندونكې حالت سره په شهادت رسوي، د لغمان ولايت په تيرو دوو ورځو كې په كورنو ورننوتل او عامه وژنه هغه څه دې چې دافغانستان په هره سيمه كې پيښيږى او دوام لري چې د دوئ لخوا نصب كړى شوي نا افغانه افغانان پرې خبر هم نوې، آخر عسكر او پوليس هم افغانان دي ويده ضمير به ئې خامخا راوښيږي او لدې له شرمه ډك ژوندڅخه به ځان ژغوري او دخپل ټوپك شپيلۍ به د يرغلګرو قواوو خواته وراړوې او خپل ايماني او افغاني دين په پوره كوي .

    زمونږ مؤمن او مجاهد ملت د صليبي نيواكګرو په شومو اهدافو ښه پوهيږي وينې چې د اسلام دښمنان غواړى دډالرو په وركړي سره په افغانستان كې ملوك الطوايفې نظام رامنځته كړي ،واليان او سيميز قومي مشران بيلا بيل اوپه ځانګړې توګه سره اكمال او تقويه كړي كه څه هم امريكايانو غوښتل د عبدالله عبدالله پواسطه فدارلي سيستم رامنځته او د افغانستان دتجزيه خښته كيږدې خو كله چې له هغې خوا مايوسه شول اوس د سيميزو واكمنو مستقل اكمال ته يې ملاتړلي خو دا د امريكايانو جنون دى افغانستان يو موټى او يو لاس هيواددى د تجزيه خوب يې له حماقته پرته بل څه ندې .

    و ګورئ دامريكا د دفاع وزير رابرټ ګيټس بيړنى راتګ افغانستان ته او له رسيدو سره سم دا خبره چې افغاني فوځ او پوليس تر پنځلسو كالو پورې هم دخپلې دفاع وړتيا نشي پيداكولى ،څه معنى او مفهوم وركوى؟ . همدارنګه نوموړى له را رسيدو سره سم دكرزي غوږ پرې تاوكړ او ورته يې وويل : چې په اصطلاح د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ او دكورنيو چارو وزير حنيف اتمر زمونږ په تول پوره دى بايد په كابينه كې موجودوى دكابينې وزيرانو لست به هوكې كوي او د استعمار دمزاج برابره كابينه به اعلانيږي.

    د بحث موضوع داوباما ستراتيژې وه دامريكا او دهغوئ تر ږغ لاندې هيوادنو دعسكرو دوتلو موضوع چې دامريكائى چارواكو دهر سر او بيل خيال خبره ده د صليبي قواوو دولتو وخت به د سرښندونكو مؤمنو مجاهدينو يو لاس او متحدانه نه ستړې كيدونكى جهاد ټاكې څومره هم چې جهاد په قوت او شدت سره روان وي او صليبي قواوو د وژل شوو فوځيانو دتابوتو نو بهير زيات وخپلو مربوطه هيواد ته روان وي په هماغه اندازي سره به يرغلګر ډير ژور د خپلو قواوو د ايستلو خبره مطرح كوي ،حق كله هم ندى وركړل شوى بلكې حق اخيستل كيږي .

    د دسمبر د يولسمې نيټه پيښه يوه بهانه وه امريكا خپلو استعماري ستراتيژيكي اهدافو چې په سيمه كې ورته مطرح دې ليونۍ كړۍ ده ، خام فكر او پوچ سنجش وو ، فكر يې كاوه چې د څوتنو بې وجدانه هيواد پلورونكو په مخته اچولو سره به افغانستان چې دنړى څلور لارى دى تر خپلى اشغال لاندي راولې د تيلو او لويو لارو د كنټرول پاچايې به يې قايمه شي . خو دجهاد له بركته يوازې دا نه چې دينواكګرو دا خام خيالونه له خاورو ايرو سره برابرشول بلكې نن له اقتصادي پلوه د امريكا دملاتير كړوپ شوى دا دخړى لابه ده څومره چې پكې پاتې كيږي هماغمره به غرقيږي .

    كه امريكايې عسكر لا زياته موده په افغانستان كې پاتې كيږي هلته به په امريكا كې عامه خلك له اقتصادي ملا ماتونكو ستونزو سره مخامخ كيږي چې نتيجه به يې له واكمنو دكركې او نفرت زياتيدل او بلاخره دحكومت دنسكوريدو لاريونو او مظاهرو ته مخه كول وي امريكايې واكمنو دا موضوع درك كړي

    دوئ پدې هم بايد ځانونه پوه كړي چې زمونږ روان جهاد به انشاء الله دورځ په تيرو سره قوت مومې او عامه ملت به دجهاد حامي او ملاتړى وي ،كه اشغالګر دخپلو ناولو استعماري اهدافو دلاسته راوړلو لپاره د دنيا له هغه بل سره داشغال ملاتړلې شي افغان مؤمن اومجاهد ملت خو بايد هم د استعمار ګرو دسرونو ورغوڅولو او پرزولو ته آماده او په وپښو ولاړوي ځكه چې په جهاد كې هم دين دى هم دنيا ، اوسنيو شرايطو كې جهاد په هر افغان فرض دى ، فرض اداكول يعنې وسلوال جهاددى چې د اشغالګرو امريكايې فوځيانو د رايستلو نيټه ډيره رالنډولى شي

  5. دادپل چرخي خصوصي بلاک دئ :
    یونیم په دری متره کې اطاق ده داطاق دپای خواته کموډنصب دی دکموډله بغل سره دوشۍ ولاړه ده داطاق مخ په اوسپنیزو پنجرو پوښل شوی په هرداډول اطاق یاتشناب کې دوه دوه یادری دری بندیان اچول شوي دي زماهم په دې ځای کې شپږ میاشتې وتلي دي دځینو نورو کلونه پکې تیرشوي دي ددې بندیانو خوب خوراک لمونځ غسل او ټول ضروریات په همدې درې متري محدوده کې پوره کیږي او دضرورت لپاره دبهروتلو هیڅ فرصت هم نه ورکول کیږي اطاق سره له دې چې له لویه سره مشکلات لري خو زمونږ ژوندځکه ډیرتریخ دی چې له کموډسره ډیرپه تکلیف یوکموډزمونږ دناستې ځای ته دومره نژدې دی چې کله زه اوزماملګری دخوب په مهال پښې غځوو نوورسره لګیږي څنګه چې دااطاقونو دهمدې کموډوله وجې ډیرچټل شوي نوځکه ډیربندیان ناروغه شوي هم دي چې تراوسه یې دسمې تداوي فرصت نه دی موندلی .دغه بلاک خصوصي بلاک بولي چې دنورو بلاکوپه نسبت په کې لږ بندیان ساتل کیږي ویل کیږي چې په دې بلاک کې دروسانو په مهال مهم بندیان ساتل کیدل دغه راز دنیمو شپو اعدامونه هم په همدې ځای کې ترسره کیدل ددې بلاک وحشي فضا اوپه دیوالونو اوغولي ځینې نښې نښانې هم دهمدې خبرې تصدیق کوي په دې بلاک دهیواد دبیلابیلو سیمو اوپه بیلابیلوتورونو تورن کسان بندیان دي چې یوه زیاته برخه یې دهیواد دجنوبي سیمو دي په دوی کې دتنکیو ځوانانو په شمول دپاخه عمرکسان هم شته دقران کریم حافظان طالب العلمان اوحتي مدرس اوسپین ږیري عالمان هم په همدې تشنابو کې شپې اوورځې تیروي دغه خلک چې ټول له درنو باعزته اوپه دین اووطن مینو کورنیو سره تړاو لري له ډيرې مودې راپدیخوا په دې زړه دردونکي ماحول کې ژوندکوي چې تراوسه ترې افغانان او نورمسلمانان ناخبره پاته ول دوی چې دې ځای ته راوړل شوي نودخپل جرم سزا اوقید دمعلومیدا په تمه دي مګر له څوکلونو تیریدوووروسته لا ډیری ملګري دمحمکې دترسره کیدولپاره نه دې ورغوښتل شوي دځینو یوه محکمه او دچادوه محکمې شوې اوبیایې ددوسیې غم نه ده خوړل شوی نوځکه همداسې بې پوښتنې اوپلټنې پاته دي لنډه داچې زمونږ ژوند نورله دې وتلی وه چې زغم یې ولرو نوځکه مو په اعتصاب او احتجاج لاس پورې کړ…
    دادپلچرخي دهغه بلاک دیوه زنداني دخولې خبرې دې چې څوورځې وړاندې دسختو احتجاجونو او تاوتریخوالي شاهدوه دکابل درژیم چارواکو مطبوعاتو ته ویل چې بندیان له کومې بلې خوا تحریک کیږي نو ځکه احتجاجونه کوي کنه دوی یې ټولې ستونزې حل کړې دي اوس دې نولوستونکي خپله قضاوت وکړي چې آیا داډول رویه ددې کرې په کوم بشري قانون کې جوازلري یوبشر په تیره بیامسلمان افغان او دقرانکریم حافظ او دحدیثو مدرس په تشناب کې غورځول اوهلته پرې کلونه کلونه ظلمونه ترسره کول نه پوهیږو داډول افعال دکومې عقدې او ارادې له مخې صورت نیسي .
    ددې زندان دبندیانوپه قول کله چې دوی ته څوورځې وړاندې په لومړي ځل یودریمګړی هیئت ورپر ې ښودل شو اوددوی وضعیت یې ولید نو دزندان دچارواکو دې چلند ته حیران پاته شول تردې چې د حاجی فریدپه نامه دپارلمان یوه غړي له خولې لاداهم ووتل چې مونږ امریکایان دقرانکریم په سپکاوي ګرموو اوورته وایو چې پوځیان دې دقرانکریم بي عزتي نه تکراروي مګر په خپله مودادی دقرانکریم حافظان او عالمان چې سینې یې له ایتو ډکې دي په بیت الخلاء کې اچولي اعاذناالله …
    دابه وخت وښیي چې په راتلونکي کې ددغو دمظلومو زندانیانو دژوند سختو شرایطوته توجه کیږي اوکنه او بشري غوښتنې یې ترکومه پوره کیږي مګر هغه څه چې شوي خو ددنیاله نظره پټ وه بې له شکه یوه ستره ناروا بشري جنایت غیراسلامي اوغیرافغاني عمل دی چې افغانان به یې هیڅکله هم هیرنکړي اودتل لپاره به ددیموکراسۍ او دبشردحق دمدعیانوپه تندي یوتورداغ وي .
    که په نورو ستونزو او جفاکاریو سترګې پټې کړو لکه څنګه چې دغه بندیان شکایت لري ددې زندانونو ترټول سترمشکل دادی چې که یوځل څوک له دروازې وردننه شي بیایې هیڅوک هم داښتنې پوښتنې حق نلري داوسني رژیم دمحاکمو دقانون له مخې باید چې دزنداني شخص دری واړه محکمې په ۹ میاشتې موده کې پاته ورسیږي اوتقدیریې معلوم شي مګر داقانون یوازې دکاغذ په مخ دی ځکه دپل چرخي په زندان کې داسې بندیان هم شته چې پنځه کاله یې وتلي خوچاترې داپوښتنه نه ده کړې چې ولې نیول شوی یې ؟
    خیر!ددې مظالمو اودبندیانو دسختې ځورونې چې هرڅه وجوهات اوعلتونه وي خو ملزمان یې بایدپه دې پوه شي چې دپل چرخې په پټو وحشتونو نشي کولای دیوه متعهد ملت دخپلواکۍ غږ په ستوني کې ورغلی کړي په پل چرخي کې تردې سخت ظلمونه او شکنجې کاریدلي خو عاملین یې اخرهم شرمنده ذلیل او داخروي تباهۍ وړګرځیدلي

    اوګذشت زغملی اوتروروستۍ کچې یې هڅې کړې چې دژورنالیستانو دکارپه اړه مشکلات جوړنکړي چې په دې لړکې دسنګریار دغه تازه پیښه هم دیاد وړده مګر له دې سره سره که چیرې دژورنالیستي ادارو پالیسۍ اویاددوی دځینو کارکوونکو څرګندونې اورو سړی ورته هیښ پاته شي دوی سره له دې چې هره ورځ له دولتي سانسور دوالیانو امنیه قومندانانو اواستخباراتي چارواکو له سپکو سپورو وهلو ډبولو اونورو ستونزو سره مخ دي اودمجاهدینوله لورې ورته تراوسه هیڅ کوم دپام وړ مشکل نه دی جوړ شوی مګربیاهم ډيرځله مجاهدین دخپل کارپه مخکې ستر خنډبولي او بیلابیل تورونه پرې لګوي .
    سړی نه پوهیږي چې اخرمجاهدین له دوی سره څه وکړي ترڅویې شکایات رفع شي همدااوس خو چې څومره زمامعلومات دي ژورنالستان سره له دې چې ټول راپورونه دمحلي دولتي چارواکو په مزاج اوطبیعت جوړوي اوډيرځله خو مطبوعاتي ارونه هم ترپښولاندې کوي مګربیاهم ورته دمجاهدینو له خوا کوم جدي ګواښ یاستونزه نه ده متوجې ترڅوددوی کاروننګوي .که همدااحسان مهجور راواخلو دی دیوې برطانوۍ خبري ادارې (بي بي سي )خبریال دی کارپه ګردیزکې کوي مګر کوریې دزرمت ولسوالۍ دسهاکو دسیمې په غني کلاکې ده داهغه سیمې ده چې له پنځوکلونو راپدیخوایې واک دمجاهدینوپه لاس کې دی ځکه دولتي واک خو دګردیزله ښاره لویدیځ ته یوازې دلرګوتراډې رسیږي اوله هغه آخواته طالبان پیلیږي مهجورسره لدې چې په راپورونوکې دزرمت دمجاهدینولس فیصده فعالیتونه هم نه راخلي اونه یې رواهیلوته ځواب وايی مګر بیاهم هره ورځ ازاد کورته ځي اوتراوسه داسې نه دې پیښ شوي چې دسیمې مجاهدینوته دې ورته تندی لا تریو کړی وي .داهسې یوه بیلګه شوه زمادمعلوماتوله مخې هرځای وضعیت همداسې دی مګرپه ډیرتاسف چې بیاهم له مجاهدینو سره په تعامل کې ژورنالیسانو ترډيره خپل مسولیت نه دی اداکړی دوی بیاهم هماغه تبلیغات کوي اوبې ځایه سرټکونه ترې کوي په تیره موده کې هغه مهال چې دمجاهدینو مقاومت لا پاشلی او خپور وه دنه هماهنګۍ له وجې ښایي ځیني ستونزې وې مګر اوس که څوک په دې اړه بهانې جوړوي اوتبلیغات کوي ښایي اخلاقي نیمګړتیاوبلل شي .
    یوه بله دتاسف وړخبره خولاداده چې ځیني خبریالان خوقصدا هڅه کوي چې مجاهدین دځان په وړاندې وپاروي ترڅو دهغوپه ترټلو له سیمیزو چارواکو کریډټ ترلاسه کړي څه موده وړاندې دمیرویس جلالزي په نامه یوه ژورنالیست په دروغو لیکلي وه چې په کندوز کې طالبانو له لسو تنو پولیسونه سرونه پرې کړي دي ددې راپوردسمون لپاره دمجاهدینو یوه مسول له نوموړي سره اړیکه ونیوله چې داراپورحقیقت نلري نوباید چې اصلاح شي نوموړي انکاروکړ خو کله چې ټینګارباندې وشو نوهغه ،هغه دچاخبره نه یې وړه اونه یې راوړه او بې واره یې کړه چې (نه یې سموم ماسرپه لاس کې نیولی لاس دې خلاص اوتوره دې تیره ) زماله انده خو داډول دریځ نیول پرته له دې چې دخبریالانو خپل شخصیت اوکاراغیزمن کړي نورهیڅ نتیجه هم نشي درلودلای .
    زمونږله انده نورخبریالان باید دیوه محسوس حقیقت په توګه دروان جهاد اومقاومت شتون درک کړي دابه ډيره دتاسف وړوي چې دغرب اونورې نړۍ معتبرې نشریې دمجاهدینو مقاومت ته دیوه انکارناپذیر حقیقت له زاویې ګوري بیلابیل اړخونه یې څيړي تبصرې پرې لیکي او کله یې هم له پامه نه غورځوي مګر په کوردننه بیاورته یوازې دیوه موسمي او سطحي حرکت په سترګه کتل کیږي .
    نورښایي ددې وخت رارسیدلی وي چې افغان ژورنالیستان دمجاهدینو په وړاندې دوړتعامل حقیقت درک کړي اوپه دې برخه کې خپل اخلاقي مسولیت سرته ورسوي .بې ځایه تورونه او غرضي چلندپرته له دې چې دوی داکثریت افغانانوپه وړاندې جفاکارمعرفي کړي بله لاسته راوړنه نه شي درلودلای اومجاهدین هم باید په دې ځان مکلف وګڼي چې خپلو داډول اقداماتو ته چې دژورنالیستان اعتمادجلبولای شي لادوام ورکړي اوپرې نږدي چې ځیني غرضي فرصت پرستان یې اعتبار ور سبوتاژ کړي .

    دافغانستان دخپلواکۍ په هیله