کور / تازه خبرونه / په کندهارکې دماښام ځانمرګې بريد١٦ تنه مړه اوټپيان کړي

په کندهارکې دماښام ځانمرګې بريد١٦ تنه مړه اوټپيان کړي

په کندهارښارکې دآس دګاډى په وسېله سوې ځانمرګې بريد١٦ تنوته مرګ ژوبله اړه ولې
پېښه دقيقآدشپې پرڅه باندې اووه بجې رامنځ ته سول
دکندهاردامنيې قومندانى دآمنيت آمرسمونوال فضل احمدشېرزاد لراوبرته وويل چې په دغه پېښه کې اته تنه وژل سوي اوديوه پوليس په ګډون پنځه تنه ټپيان سوي
خوعيني شاهدان وايې چې دوى د١٢ تنومړي او٤ تنه ټپيان ليدلى .
دوحيدپه نامه دالخدمت روغتيايې کلينک يوه چوکېدارچې په پېښه کې ټپي سوى لراوبرته وويل چې ((له زوره ورې چاودنې څخه وروسته هرې خواته چېغې سوې اوزه خپله هم په ځان پوهه نسوم))
ظاهرآ دغه بريددکندهاردانټرکانټنينټل پرهوټل سوى چې دوودانۍ وروستۍ درې کوټې يې ويجاړي سوي
ددغه هوټل يوه کاروکونکې شمس لراوبرته وويل چې دبريدپرمهال ددى په هوټل بهرني څوک ندى زيانمن سوي خودهوټل ساتونکې دوه پوليس ټپيان سوى.
تراوسه ددغه بريدمسوليت چاپه غاړه ندى اخيستى