د عراق په ننۍ چاودنو كي لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

21 | دسمبر 24th, 2009


په عراق كي په جلا جلا چاودو كي لړ تر لږه 28 تنه وژل شوي او تر 100 نو رټپيان شوي .
د چاودنو موخي شيعه زيارتكونكي ول چى د عاشوري دورځي دلمانځلو لپاره زيارتونو ته ور ټول شوي وو.
د بابل ولايت دښار الحله په زړه كي دوو چاودنو لږ ترلږه 13 تنه وژلي او 73 نور يي ټپيان كړي چي د ځنو حالت ترينګلي بلل شوي .
په بغداد كي د بي بي سي خبريال وايي چي لومړۍ چاودنه موټر بم وو چي د ښار په زړه كي وچاود او ورپسي سمدستي په څو دقيقو كي يو بل خښ شوي بم وچاود ،دبي بي سي خبريال زياتوي چي د پيښو ځاي ته د بابل ولايت دو لايتي شورا غړي نعمه جاسم البدري ورغلي وو چي د پوليسو نه په خطايي ډزو كي ووژل شوو .
د بلي لوري په بغداد كي امنيتي او روغتيا يي چارواكو ويلي چي په دوو بمي چاودنو كي لړ تر لړه 8 تنه وژل شوي او تر 30 نوټپيان شوي .
همداشان د بعداد په صدر ښار كي د فاتحي په مراسمو كي دبم چادودني 5 تنه وژلي او 22 تنه نور يي ژوبل كړى.
په الزغفرانيه ښاركي د شيعه زيارت كوونكو په يو كاروان د بم چاودني 3 تنه وژلي او 20 يي ټپيان كړي .
د موصل ولايت پوليسو ويلي چى يو عيسوي ځوان د نا پيژندل شوو كسانو له لوري په ډزو وژل شوي .

Copyright Larawbar 2007-2024