کور / تازه خبرونه / عراق : د بمي چاودنو له امله ۱۹تنه له منځه تللي او سل نور زخمیان دي

عراق : د بمي چاودنو له امله ۱۹تنه له منځه تللي او سل نور زخمیان دي

په عراق کښي د ۵ چاودنو د رامنځته کېدو له امله لږ تر لږه  ۱۹ تنه له منځه تللي او د ولایتي جرګې دیوه غړي په شمول تر ۱۰۰ زیات نور ژوبل سوي دي . دوې چاودني د هیللا په ښار کښي رامنځته سوي چي دعراق دمرکز بغداد څخه په ۱۰۰ کیلومتري کښي موقعیت لري او پاته نوري چاودني د بغداد او برکلا په ښارونو کښي رامنځته سوي دي .

د هیللا دښار دبس په هډه کښي هغه وخت یقینا ۱۰ تنه له منځه ولاړل کله چي په يوه پاو کښي یو ماین او یو دبمونو څخه ډک سوئ موټر والوزېدل . زیاتره قربانیان مسافر او ګرځندویان دي چي د عاشوراء د ورځي لپار د کربلا ښار ته روان وه. د بابل دپولیسو د ویاند ماج موتانا احمد په وینا د هیللا په ښار کښي د لمړنۍ چاودني بمونه د سبزیجاتو د یوه مارکېټ سره ځای پر ځای سوي وه .

حکومتي چارواکي وايي چي ښايي دا حملې په عراق کښي میشتو القاعده وو کړي وي خو هغوی لا تراوسه پوري ددې حملو مسئولیت په غاړه نه دئ اخیستئ .