کور / شعر / غـــــــــزل

غـــــــــزل

سپينه خوله دي شګوفه ده دكوثرجام دي چيښلى
سره شونډان دي ياقوتي دي پكښي در ولال ستايلى
ستا دنور ډيوه ځليږي داسمان په كنارو كي
پراسمان شمس وقمر دي جلودار انعام ګټلى
ستا دعشق په پنجره كي زما دزړه طوطي بندي سو
دخلاصون امكان ئې نسته ستا په زلفو دي تړلى
ټول رګونه دوجود مي دالفت ترانې وائي
بارخوګانو ګلابي دي دښكلا پيغام ښندلى
دمحمدلايق زړګى سو فواره ويني تر څاڅي
دشاعر لقب روښانه چي صفت ئې ستا ليكلى