کور / تازه خبرونه / زابل کې نړيوالوځواکونوولسي وګړوته مرګ ژوبله اړه ولې

زابل کې نړيوالوځواکونوولسي وګړوته مرګ ژوبله اړه ولې

دزابل سيمه ييزچارواکې وايې چې نړيوالوځواکونوولسي وګړوته مرګ ژوبله اړه ولې اويوتن يې ژوندى له ځان سره بولى دى .
پېښه دشهرصفاوالسوالۍ د سنګرمانده سيمه کې دکابل کندهاردلويې لاري پرسره رامنځ ته سوې
دزابل دامنيت آمرسمونوال جيلاني فراهي وويل چې پرون مازيګر نړيوالوځواکونوپه ياده سيمه کې پريوه باروړونکې مازداموټرچې غنم پکې باروو ،هوايې بريدکړى يوتن يې وژلى ،يوتن يې ټپى اودريم کس يې ژوندى له ځان سره بولى دى .
ده وويل چې نړيوالوځواکونوپدې اړه له دوى سره هيڅ معلومات ندى شريک کړى
تراوسه خپله نړيوالوځواکونوپدې اړه خپل نظرندى څرګندکړى .