کور / تازه خبرونه / درې سوه کلنه لرغونې کتابخانه پرانيستل سوه

درې سوه کلنه لرغونې کتابخانه پرانيستل سوه

د هند د مهاراشترا ايالت چارواکي وايي په دغه هيواد کي يې يوه ٣٠٠ کلنه لرغونې کتابخانه تر ٧٠ کلن ځنډ وروسته پيرته د عوامو پر مخ خلاصه کړه.
دغه کتابخانه چي د مهاراشترا په اورنګ آباد ښار کي وجود لري په هندوستان کي د مغلو د دورې ډېر لرغوني کتابونه پکښي پراته دي، چي فارسي، اردو او ښايي د پښتو ژبي ډېري قلمي نسخې هم پکښي شاملي وي.
چارواکو ويلي په دغو کتابونو کي ادبي، فلسفي، اسلامي، طبي او ډول ډول کتابونه شامل دي، چي شمېر يې تر ١٥٠٠ کتابونو اوړي.
د چارواکو په وينا د مغل پاچا اورنګزېب په لاس د ليکل سوي قرانکريم قلمي نسخه هم په دغه کتابخانه کي موجوده ده، چي په اتلسمه پېړۍ کي ليکل سوئ وو.