کور / کتاب / د هيلو پلوشې له چاپه راووتې

د هيلو پلوشې له چاپه راووتې

د پښتو ادب په ګلبڼ کې یو بل اثرهم را زیات شو!
دا اثر د اغلې پلوشې احمدزۍ ده چې لایې هم د لوړو زده کړو د پای څو ورځې پاتې دي، دا ښکلی اثر یې د پښتو ادب مینه والو ته وړاندې کړ.
اغلې احمدزۍ خپل دا لومړنۍ اثر خپلې خوږې مور او درانه پلار ته ډالۍ کړی دی.
دا اثر چې ۶۴ مخه دی شپاړس لنډې کیسې چې اغلې احمدزۍ د خپلې ټولنې نیمګړتیاوې او ناخوالې پکې تصویر کړیدي. او همدا شان یې په دریمه برخه کې د پښتو یو نوی ژانر چې ادبي ټوټې یې بولي ښه قلم چلولی دی.

د لراوبر يادونه :
لراوبر له ټولو هغو ليکوالو يا خپرندويه ټولنو چي د کتاب د خپريدو خبرتيا لراوبر ته رالېږي هيله کوي چي دکتاب د څرنګوالي تر څنګ د کتاب د ترلاسه کېدو پتي او مالومات هم د کتاب مينه والو ته وړاندي کړي .