کور / سياسي / اوباماته د«مایکل مور»سرخلاسی لیک (ژباړه)

اوباماته د«مایکل مور»سرخلاسی لیک (ژباړه)

دجنګ ورځپاڼي له انټرینیټي شبکې څخه
تاریخ :۲۲-۱۲-۲۰۰۹
لیکوال :غضنفر-هاشمي

دامریکاجمهورریس بارک اوبامادافغانستان دتګلاري اوافغانستان ته داضافي سرتېرو دلېږدولو دپرېکړي پرسردامریکاپه دننه کي ترسختو نیوکولاندي راغی،په امریکاکي ملکي وګړي ،رسنۍ،ځوانان،کاروباریان،کارپوهان،لوړپوړي چارواکي اواوباماته نژدې ډله پرنوموړي پرله پسې نیوکي کوي،ان دملکي وګړودې نیوکو اوس دیوه تحریک بڼه خپله کړې ده،اوس داسي خبري هم ترغوږوکېږي چي اوباما یو پړاوېزه ولسمشردی او ددویم پړاو په انتخاباتوکي به ماتې خوري،اوباماچي په ټولټاکنوکي د«بدلون »په ناره ګټونکی سو،تراوسه یې دبدلون کومه بېلګه نه ده لیدل سوې اودامریکایي وګړوهیلي په ناهیلۍ بدلېدونکي دي .«مایکل مور»چي په امریکاکي وتلی کارپوه،لیکوال،څېړونکی،فلمي ستوری، ویانداولارښوونکی دی نوموړی یوله هغوکسانوڅخه ووچي داوباماد«بدلون »نارې پرې اغېزکړی وو اودټولټاکونوپرمهال یې داوباماپه پلوۍ کمپاین چلاوی،ددې لپاره چي ځوانان خپله رایه اوبام ته ورکړي ده دخپل کمپاین لمن دامریکالروپروتو سیموته وغزوله،یوې امریکايي اونیزي «ټایمز» دنوموړي نوم دسلواغېزمنوشخصیتونوپه لړلیک کي شامل کړی دی،پرنړیوالتوب،دعراق پرجګړه اوپخواني ولسمشر بوش دده نیوکي پټي نه دي،«مایکل» په هغه شپه اوباماته لیک ولیکی په کومه شپه چي اوباما دافغانستان په اړه دتګلاري اعلان کاوه،نن سبادهمهغه لیک په اړه ډيري ګنګوسې خپرې دي اواوباماپه خپله ددې لیک یادونه کړې ده دلیک متن دادی .
ګران اوباماصیب !
ایاته رښتیاغواړې چي جګړه مارولسمشروبلل سې؟
که ته غواړې چي په افغانستان کي عسکردکمولوپرځای ډېرکړې،نوته به دجګړه مارولسمشرپه نوم یادسې .
صرف په یوه بیان به هغه په لکونوځوانان په یوه سراب اخته کړې چي ستالپاره یې په کمپاین کي دملادتیر (هډوکي )حیثیت درلود،تابه پرهغوباورکړی وي چي وايي ټول سیاست پوهان یوډول دي همداخبره دوئ ډېره کوي ماتراوسه په دې باورنه کاوی چي ته به پرهغه لاره روانېږي چي مایې په اړه مالومات ترلاسه کړي وومهرباني وکړه ووایه : چي دادرواغ دي له تاسره دانه ښایي چي په هغوخبروعمل وکړې چي جنرال (پوځي )یې کوي،موږیوولسي دولت یو،موږته په کارده چي پوځي مشرته امروکړوچي داکاروکړه اوبیا رپوټ ترموږورسوه داډول خبرې «جنرل واشنګټن» هم وکړلې خوکله چي« میکارتر»پر«چین» دبریدسخته پلوي کوله نودوخت ولس مشر«ټرومین» ورته وویل :ته نورله کاره ګوښه یې اوبیاهمداسي وسول . تاهم بایدهغه وخت « میک کریسټل» له دندي ګوښه کړی وای کله چي یې رسنیوته وویل چي تاته څه په کاردي؟
ښاغلی اوباما!
اجازه راکړه چي سپیني خبري وکړم : موږپه پوځ کي له خپلوزامونوسره مینه لرو،مګرله جنرالانوڅخه یې کرکه کوو. دویټنام دجنګ پرمهال له «ویسټ مورلاین» څخه نیولې تر«کولن پاول »پوري ،هغه« کولن پاول» چاچي په ملګروملتونوکي درواغ ویلي وو چي په عراق کي ایټمي موادسته .
ته به اوس یقیناځان په یوازیتوب کي احساسوې .له نن څخه 30کاله وړاندي (دشکرکښلوورځ ده) روسي جنرالانوفکرکاوه چي پرافغانستان دي بریدوسي . ولي تاریخ شاهددی چي همدغه افغانستان دروسانوهدیره سوه دافغانستان دویم نوم به درته مالوم وي ؟((دباچاهانوهدیره ))که دي باورنه راځي له برتانویانوپوښته وکړه،زه غواړم چي ته له «ګهنګیش خان »څخه پوښتنه وکړې خودهغه دتلیفون شمېره له ماسره نه سته، اوهوله ماسره د«ګورباچوف» شمېرسته پردې ورته زنګ ووه : 0041227891662زه په دې اندیم چي هغه به هرومروخپله تاریخي تېروتنه درته تشرېح کړي . هغه تېروتنه چي ته یې دکولوپه تکل کي یې .هغوئ چي افغانستان (دولتي بڼ )نه ګڼي یوه وجه یې په کي لېدلې .
ایاهغوئ نه ویني چي زموږدملاتړلرونکي کرزي وروردنشیي موادقاچاقبري اودنشيي موادوکښت کوي . نن زموږ ټولنه دبربادۍ پرغاړه ولاړه ده،زموږځوانان ،ښځې اونارینه چي دغروراوضدپه قربانځای کي قرباني ورکوي ستادجګړیزدریځ له امله به نه یوازي زموږټولنه بلکه ویاړلی کولتورهم ختم سي اوموږبه دتاریخ په کچردان (انبار)کي وغورزول سو.
باچاهیڅ کله فکرنه کوي چي زوال نژدې دی،هغه همهغه وخت پوهیږي چي زوال یې سترګوته ودرېږي باچادافکرکوي چي زوربه غیرعیسایان په دې مجبوره کړي چي موږمات یوخوداسي نه سي کېدای .
اوس هم وخت دی ولس مشرصیب !
دویم ځل غوروکړه!ته پوهېږي چي په داډول کولوسره هیڅ لاس ته نه راځي؟دادسي خلکوهیوادته دپوځیانوپه استولوموږخپلوموخوته نه سورسېدلای چي هلته زموږ بڼه لیدل هم نه غواړي . ته داخبره ترخپلوهډوکوپوري احساسوې ،زه باوري یم چي ته پوهېږي چي په افغانستان کي اوس دالقاعدې کسان ترسلوډېرنه دي،یولک فوځیان به په غاروکي دپټو سلوکسانودوژني لټه کوي،ایاته عقل لرې؟ایاتاهم دبوش په شان شراب څښلي ؟زماباورنه راځي ، په تېرکال کي دښه کاریادونه به دې هیڅوک ونه کړي،ستاپه دې پرېکړه به اولس دومره ژردنفرت اچونوکومنګولوته ولوېږي په څومره وخت کي چي ته یوګیلاس چای څښې .
پام : ښاغلی اوباما!!!
ستاملګري به هم هغه وخت تاپرنیمه لارپریږدي چي کله دوئ پوه سي چي ته یوپړاوېزه ولسمشریې او اولس به يو ځل بيا د همدې بېعقلانو په لاسونو كي ولويږي چي غواړي په دوئ لوبي وکړي،دامریکااولس تراوسه له تاسره مینه کوي،زموږهیلي تراوسه په تاپوري تړلې دي،ستاپه یاددي چي موږپه څومره لوړه سویه ته بریالی کړې،اياددې ویاړلي بریالیتوب ثمره همداوه؟په دې مه غولېږه چي افغانستان ته دپوځیانوپه لېږلولانجه حل کیږي اوکرکه کونکي به ستاعزت کوي،هغه به ترهغه مهاله له تاسره دنفرت دریځ خپلوي څوداهیواد (امریکا)ټوکرټوکرنه وي سوې اودغریب له جېبه یوډالرهم نه وي ختلی داکرکه کوونکي په راډیوګانواوټلوېزونونوکي پرتابریدونه کوي،ځکه هغوئ خوته نه وې ټاکلی .
ښاغلی اوباما!
همداوخت دی چي دکورله حاله خبرسو،یوڅه خود«شکاګو»له ګاونډیانوڅخه پوښتنه وکړه،دځوانانو، نجونواوهلکوانوله مندو وپوښتوایاهغوئ افغانستان ته دنورو پوځونو دلېږلوملاتړکوي ؟ایا«مارټن لوترکنګ» همداسي وینا کړې وه؟ا یاستا انا همداسي ویلي وو؟ مهرباني وکړه !هغه خلک چي ستالپاره ګواښ نه دي دهغودوژلولپاره پوځ مه استوه اوپه داسي حال کي چي امریکایي ماشومان پر واټونووېدېږي اودډوډۍ لپاره په لیکوکي ولاړوي پردې لوبه په میلیاردونوډالرمه لګوه! موږچي تاته رایه درکړه دعاوي مووکړې اودفتح په ورځ مو شوراونارې جوړي کړې،له زورزیاتي،قتل،غارت اوظلمه ډک اته کاله مووزغمل .په دې اته کلنه دوره کي دبشرحقوق ترپښولاندي سول،صدام ووژل سو،پرهغه چابریدوسوچي تاته یې هیڅ نه ووویلي،په افغانستان کي د ودونو پرمراسموبمبارونه وسول .په لکونو عراقیان ووژل سول،په زرګونو عسکرمودمرګ کندي ته ولوېدل اوپاته یې په داسي ناوړه ذهني ناروغۍ اخته دي چي هیڅوک نه پرې پوهيږي . موږچي ته وټاکلې نوله تامودکراماتوهیله نه درلوده اونه مودبشپړ بدلون هیله درلوده،خوداهیله موحتمادرلوده چي دې فکرته به دپای ټکی کښېږدې چي ((په ټوپک اولسونه قابوکېږي ))
بس کړه!! بس کړه !!
دځوانوامریکایانواودافغانستان داولس دژونددخوندي ساتلوپه خاطربس کړه !!اوس ګیند(توپ )ستاپه عدالت کي دی ،همت پیداکړه،ته کولاس سي وښيې چي دمورتوریالی زوی یې .
ستامایکلمور
پای