کور / تازه خبرونه / افغان حاجيان:کام اير رشوت غواړي

افغان حاجيان:کام اير رشوت غواړي

 


لا اوس هم یو شمېر افغان حاجيان په سعودي عربستان کي افغانستان ته د تللو انتظار باسي . د لراوبر ويبباڼي همکار حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي وايي چي په دکام اير کارکوونکي له افغان حاجيانو رشوت غواړي تر څو د نورو مخکي يې ولېږدوي ، نوموړی وايي چي افغان حاجيان له ډېر انتظار وروسته بیا هم د خبل نوبت پر مهال نه لېږدول کيږي بلکي  کام اير ددوی نوبت د سل څخه تر درې سوه ډالره رشوت په بدل کی پر نور خرڅوي . د حج او اوقافو چارواکو دا ډول ادعاوي بې اساسه وبللې .