کور / تازه خبرونه / د وینزویلا پخوانی ولسمشر رېفائیل کېلډیرا د نړۍ څخه وکوچېد

د وینزویلا پخوانی ولسمشر رېفائیل کېلډیرا د نړۍ څخه وکوچېد

د امریکا د متحده ايالاتو د وینزویلا دایالت ۵۴ ولسمشر “رېفائیل انټونیو کېلډیرا روډرګویز” د ۹۳ کلنۍ په عمر پرون ددې دنیا څخه سترګي پټي کړې . د پخوانی کابینې غړي او د ولسمشر زوی “انډرېیس کېلډیرا” د ګلوبوویژیون ټلویزون ته خبر ورکړ چي پلار یې د وینزویلا په مرکز کاراکاس کښي له منځه تللئ دئ .

د پوهنتون د ټولنپوهني استاداو  ولسمشر کېلډیرا دوې دورې د وینزویلا جمهور رئیس تېر سوئ دئ چي لمړۍ دوره یې د ۱۹۶۹ زېږدیز کال څخه تر ۱۹۷۴ زېږدیز کاله پوري وه او دوهمه دوره یې د ۱۹۹۴ زېږدیز کال څخه تر ۱۹۹۹ زېږدیز کاله پوري وه .


کېلډیرا چي د ۱۹۱۶ زېږدیز کال د جنوري دمیاشتي په ۲۴ نېټه زېږېدلئ وو هغه وخت په سیاسي چارو کښي کار پېل کړ کله چي يې د ۱۹۳۰ زېږدیز کال په شاوخوا کښي د وینزویلا دمرکزي پوهنتون څخه دسیاسي چارویوه لوړه درجه لاس ته راوړه .