طالبانو د نیول سوي امریکایي ویډیو خپره کړه 
اسوشیټیډ پريس په خپل تازه خبر کي وايي چي طالبانو د وعدې مطابق د هغه امريکايي عسکر ويډيو نن خپره کړه چي پنځه مياشتي مخکي يې په پکتيکا کي نيولئ و . تیره اوونۍ طالبانو د دې ویډیو د خپرېدو ژمنه کړې وه ( چي لر او بر د ډسمبر پر ۱۶ هغه خبر خپور کړئ و ) . دغه پوځي د کېمرې په وړاندی په داسي حال کي ناست دئ چي توري عينکي يې پر تندي ايښي دي او خبري کوي . د ويډيو په لاندنۍ برخه کي ليکلي دي چي : « جنګي قيدي : بوو رابرټ برګدل » . د تصوير پر يوه خوا ليکلي دي چي « يو امريکايي عسکر چي د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدينو بندي کړﺉ دئ . » دغه قیدي خپل ځان پوره معرفي کوي او داسي ښکاري چي هیڅ نه دئ وهل سوﺉ او روغ رمټ معلوميږي .
دغه پوځي وايي چي زه هيڅ نه يم ځورول سوﺉ او ډير شرافتمندانه سلوک راسره سوﺉ دئ. دی د پېغور په توګه وايي چي زه هيچا لوڅ لپړ کړﺉ نه يم او نه هم چا زما لوڅ عکسونه اخيستي دي .
زه چا په سپيانو نه يم داړلئ ، هغسي لکه زما هېواد چي د مسلمانو بنديانو سره کړي دي . دغه پوځي پر امريکايي مقاماتو دا حملې کوي چي : موږ يې کټ مټ هغو تورو غارونو ته ورپوري وهلي يو لکه امريکايان چي يې په ويتنام ، جاپان ، جرمني ،سوماليا ، لبنان ، عراق کي مکررأ ورسره مخامخ کړي وو ، او دا ځل دا دئ په افغانستان کي هماغه کار جريان لري او دا بل هغه تور غار دئ چي موږ ورلوېږو .
د بووبرګدل لومړنۍ ويډيو د جولاي پر ۱۹ طالبانو خپره کړې وه او امريکايان د مسلسل تلاښ سره -سره د خپل دغه نيول سوي عسکر په پيدا کولو کي ناکامه سوي دي . د بووبرګدل لومړنۍ ویډیو د جولای پر ۱۹ طالبانو خپره کړې وه او امریکایان د مسلسل تلاښ سره سره د خپل دغه نیول سوي عسکر په پیدا کولو کی ناکامه سوي دي .
لومړنۍ وېډيو :