کور / تازه خبرونه / سمنګان : د یوې ښوونځۍ ودانۍ پرانيستل شوه

سمنګان : د یوې ښوونځۍ ودانۍ پرانيستل شوه

دسمنگان لايت: نن دروان كال د مرغومی د مياشتي په 5 مه ، د سمنگان ولايت د حضرت سلطان ولسوالى د قوشبره د منځنې ښوونځي نوى ودانې د نوموړی ولايت د پوهني رئيس مولوى عبدالعزيز عزيز او د نوموړى ولسوالى د ولسوال لخوا په داسى حال كى چى دسيمى قومى مشرانو، استادانو اوشاګردانو ګدون درلود دپټى په پريكولوسره پرانيستل شوه.

د نوموړى ښوونځي تعمير په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی د ۱۴۰ زرو امريكايي دالرو په مجموعى لګښت د سويدن موسسى په مالى مرسته جوړ شوى، چی ۸ درسی ټولګى ،۳ ادارى خونى، د احاطى ديوال، ۶ تشنابه او نور ضروري ملحقات لری.

ياده دى وى چى د قوشبره دمنځنى ښوونځى زده كوونكى دياد شوى تعمير د جوړيدو مخكى د خيمو لاندى په زده كړه بوخت وه چى دياد شوي تعمير په جوړه ولو سره به د زده كوونكو ستونزه د درسى ټولګيو دنشت والى له امله ليرى شى.