چي د زړه پر دې مي پرې په سوز وتار سي
چي زګېروى د رباب پورته بيله يار سي
په خيالونو کي د يار تر کلي ورسم
په چل فرېب کي چي ناکام راته اغيار سي
هغه آن ماته وصال د خپل جانان دى
ددلبر پر مړوند ټوله شپه سهار سي
څو شېبې د زاهد سترګي سي شبکوره
که موسم د خزان هم وي نو بهار سي
هر منزل راته معلوم سي د پېړيو
کږلېچونه د کاروان پر مخ هوار سي
که پيالې د لاسه واخلم د ساقيانو
لېونتوب د زنځيرونو را هوښيار سي
دا نغمه ده چي مو بيايې تر خپل ياره
تش رباب دي د مطرب تر ګوتو جار سي
چي غزل وي د (هجران ) پرکور وکلې
ددنيا غمونه ټوله تار په تار سي
2007/اکټوبر/25
هلمند