تا به داسي نه ويل؟

37 | دسمبر 26th, 2009


زه که نه واى درنه تللى
فاصله که هومره لږ واى
که زه دلته او ته هلته
واى په منځ کي مو مزلونه
تا به نه واى دا ويلي
تا به نه واى را لېږلي
ها د نيمي شپې خيالونه
ما به تل واى اورېدلي
ستا د ناز نرمي خبري
ما به نه واى دا حس کړي
چي پر تا هر څه تېريږي
دلته زما هم دا کيسه ده
دلته زه هم بېګانه يم
لکه ته چي هلته ښکاري
لکه زرکه د ښکارونو
نن مي دغه ناز در واخله
چي ته هلته او زه دلته
سره ليري رباتونه
دي پراته تر منځ ملکونه
راسه بيا سو لاس تر غاړه
تېر پر هير کړو
زه يم دلته
او ته هلته
که دا نه واى
تا به داسي نه ويل ؟

2007/اکټوبر/16

«

Copyright Larawbar 2007-2024